کور پانه / ادب / د زمزم اوبو په اړه څومره پوهیږئ؟

د زمزم اوبو په اړه څومره پوهیږئ؟

د زمزم اوبو څاه په یوه ثانیه کې ۸۰۰۰ لیتره په یوه دقیقه کې ۴۸۰۰۰۰ لیتره، په یو ساعت کې ۲۸.۸ میلیونه لیتره او په ۲۴ ساعتونو کې ۶۹۱.۲ میلیونه لیتره اوبه پمپ وي.

خو جالبه داده چې دغه څاه خپل د ۲۴ ساعتونو مصرف شوې اوبه بیرته په ۱۱ دقیقو کې پوره کوي.

په دغه څاه کې دوه معجزې شتون لري: یو دا چې د دغې څاه اوبه له مصرف ورسته بیرته خپل کمبود پوره کوي او دوهمه دا چې دیادې څاه اوبه هبڅ وخت نه ضایع کیږي.

زمزم اوبه نه یوازې دا چې تنده لمنځه وړي بلکې انسان موړ هم ساتي نو پر دې بنسټ که چیرته یو کس د اوږد مهاله وخت لپاره پوره خواړه نه لري نو له د غو مقدسو اوبو څخه ګته اخستلی شي.

څېړنو ښودلې چې د غه اوبه د عادي اوبو په پرتله ډير مګنیزیم، کلسیم او فلوراید لري.

یو جاپاني څیړونکي (Masaru Emoto) د زم زم اوبو په اړه د خپلو څیړنو پایلې داسې بیانوي:

1-د زمزم اوبو خوند د نړۍ په هیڅ اوبو کې نشته

2-هغه د NANO په نوم یوې نوې تکنالوژۍ په مرسته ښودلې چې یو څاڅکې د زم زم اوبو که په ۱۰۰۰ لیتره عادي اوبو کې واچول شي د عادي اوبو خاصیت زم زم اوبو ته اړوي.

د یادولو وړ ده چې یاده څاه د حضرت اسماعیل (علیه سلام ) په وخت کې فعاله شوې

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د ماشومانو په روزنه کې لس اغیزناک او اړین ټکي

ماشومان مو د کور تنکي ګلان دي، چې د کور د نورو غړو پاملرنې او …