کور پانه / ساینس او ټکنالوژي / په واټس‌اپ کې ۵ هغه ګټور اپشنونه چې تراوسه به مو ورته پام نه وي شوی

په واټس‌اپ کې ۵ هغه ګټور اپشنونه چې تراوسه به مو ورته پام نه وي شوی

واټس‌اپ هغه اپ ده چې اوس تقریبا د ټولو ځېرکو مبایلونو لرونکي یې کاروي، دا ځکه چې واټس‌اپ د اړیکو ټینګښته لپاره یوه ښه او اسانه لاره ده نو په همدې خاطر یې  په ډېرې کمې موده کې میلیونونه کارونکي پیدا کړل. په هر صورت دلته په دې اپ کې داسې ګټور اپشنونه هم شته چې تر اوسه به مو نه وي کارولي او یا هم تر اوسه به مو ورته بېخي پام نه وي شوی. نو مونږ تاسو ته ځېنې په لاندې ډول لیست کړي تر څو تاسو ته د واټس‌اپ کارونه اسانه او مطمینه شي.

پیغامونو ته شکل ورکول Message formatting

ځېني وختونو کې اړ کېږي چې یو پیغام ته شکل ورکړئ په ځانګړي ډول هغه مهال چې یو اوږد پيغام لیکئ او اړ یې چې ځېنې برخې یې های‌لایټ یا بولډ کړئ. اوس تاسو ته د شکل ورکولو درې اوپشنه درکړل شوي دي (Bold and Italicise Strikethrough) د دې شکل یا فارمټ ورکولو لپاره کومه ځانګړې بټن نه شته یوازې په دې ځانګړو علامو په مرسته کولای شئ (*Bold*, _italicise_  او  ~strikethrough~) د غه کار تر سره کړئ.

د Custom Notifications اپشن

کله چې تاسو په کور کې پاتې شئ نو معمولا به تاسو سره په اړیکه کېدو لپاره تاسو ته د ډیرو مسجونو نوټفکیشن یا خبرتیا زنګونه راشي، تاسو کولای شئ د دې اپشن په مرسته د ځېنو کسانو مسجونو خبرتیا یا نوټفیکیشن کنټرول کړئ تر څو تاسو ته مزاحمت ونه کړي. او یوازې د هغه چا پیغام څخه خبر شئ چې ډېر مهم وي تاسو ته.

د Pin three chats on top اپشن

دا اپشن تقریبا له ډيره وخته په واټس‌اپ کې شته خو ممکن زمونږ پام ورته نه وي شوی، خو په حقیقت کې دا ډیر مهم اپشن دی. ممکن ستاسو لپاره یو مهم پیغام راشي خو هغه د پیغامونو لیست پای ته ولاړ شي او ستاسو ورته هیڅ پام وانه وړي او پيدا کول یې هم ستونزمن وي، درې چټونه پین کول یاد چټ لیست سر ته راوړل تاسو سره مرسته کوي چې مهم پیغامونو ته ژر او په اسانه لاس رسی پیدا کړئ. کیدای شي دا کسان ستاسو نږدي ملګري، د کورنئ غړي او یا هم تاسو لپاره کوم بل مهم ګروپ وي چې پرته له لټون څخه ورته لاس رسی پیدا کړئ.

د Keep the storage clean اپشن

تاسو کولای شي پیغامونه، انځورونه، ویډیوګانې او ډالۍ د ډيلیټ اپشن په مرسته پاک کړئ تر سو حافظه مو پاکه پاتې شي، خو تاسو دا کار له سیټینګ څخه د دې اپشن په مرسته هم ترسره کولای شئ، واټس‌اپ به تاسو ته هغه ډیټا چې ډېر سایز لري په پورته برخه کې وښایي.

د Don’t save photos and videos by default اپشن

که غواړئ د مبایل حافظه مو په امن کې پاتې او ژر ډکه نه شي نو تاسو کولای شئ د دې اپشن په مرسته د انځورونو او ویډیوګانو اتومات ډانلوډ کیدل بند کړئ. تاسو کولای شي دا اپشن د واټس‌اپ په سټینګ کې پیدا کړئ.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

لمړنۍ الوتونکې ټکسي په سويلي کوريا کې الوتنه وکړه

یوې الوتنې وړ ټکسي د لومړي ځل لپاره د چهارشنبه په ورځ د نومبر په …