قدم وهل نه یوازې په وزن کمولو کې مرسته کوي بلکې دا د زړه ناروغۍ خطر هم کموي. کارپوهان وایي چې د ښې او غوره روغتیا لرلو لپاره قدم وهل تر ټولو غوره دي قدم وهل د ښه صحت (روغتیا) لپاره تر ټولو ښه ورزش/تمرین دی مګر ډېر کم خلک دا تمرین په منظم ډول ترسره کوي.
همدغه راز هغه خلک چې د وزن له زیاتوالي څخه تنګ دي د دوی لپاره هم قدم وهل تر ټولو غوره دي او دا باید د تمرین یوه برخه وګرځوي. دلته ۴ اصلي لاملونه درته په ډاګه کوو، چې ولې باید قدم ووهو.
۱- قدم وهل اضافي وزن کموي
د څېړنو په پایله کې دا معلومه شوې ده، چې پیده ګرځېدل (قدم) وهل د هغو وګړو لپاره خورا موثر ثابت شوې دي کومو وګړو چې زیات وزن/اضافي وزن درلود.
دغه راز قدم وهل د بدن اضافي غوړ لرې کوي ، زړه قوي کوي او د وینې شکر کچه ټیټه کوي. ډاکټران اکثره د شکر ناروغانو ته د قدم وهلو توصیه کوي.
۲- دا یو اسانه تمرین دی
تاسو اړتیا نه لرئ چې د ښې روغتیا لپاره روزونکي او یا هم کوم ماشین څخه استفاده وکړئ بلکې قدم وهل کولی شي چې ستاسو د ښه صحت ضامن شي.
قدم وهل یو له هغو تمرینونو څخه دی چې د هر عمر لرونکي لپاره ګټورې پایلې لري او دوی کولی شي چې دا تمرین پرته له پیسو او په نشتو امکاناتو هر کله او هر چیرې ترسره کړې.
۳- ذهني ارامښت رامېنځته کوي
قدم وهل ستاسو ذهن ارامه او نارمل ساتي. د سټینفورډ پوهنتون څېړنو موندلې ده، چې قدم وهل د انسان لپاره د ارامښت او خوښۍ لامل ګرځي.
هغه خلک چې په منظم ډول قدم وهي ښه رواني قابلیت لري. او دغه راز قدم مزاج ته وده ورکوي او فشار کموي.
۴- پیده ګرځېدل اسانېږي
کله چې مو قدم وهل د تمرین یوه برخه وګرځوله نو تاسو ته به پیده ګرځېدل اسانه شي او د ستړیا احساس به نه کوئ، د معلوماتو له مخې کله چې د انسان پښې په قدم وهلو عادت شي نو دا ډول خلک بیا په پلي مزل کې له ستونزو سره نه مخامخ کېږي.
باید یاده شي، چې په اوسني عصر کې د ترانسپورټ اسانتیاوې موجودې دي او ډېری خلک پلي مزل ته زړه نه ښه کوي حتی د نږدې ځایونو لپاره هم له ترانسپورټې وسیلو څخه استفاده کوي.