کور پانه / ادب / روغتیا / په بدن کې د ویټامین سي کمښت؛ نښې او نښانې یې؛ او د ویټامین سي ګټې

په بدن کې د ویټامین سي کمښت؛ نښې او نښانې یې؛ او د ویټامین سي ګټې

ښایې تاسو ممکن د ويټامین سي نوم اورېدلی وي، آیا پوهېږئ چې ولې ویټامین سي د بدن لپاره مهمه ده؟ د انسان بدن په بشپړ ډول ویټامین سي ته اړتیا لري.

ویټامین سي یو قوي انټي اکسیدنټ دی چې کولی شي ستاسو د وینې انټي اکسیډنټ کچې ته وده ورکړي. دا ممکن د زړه ناروغیو خطر کمولو کې مرسته وکړي.مګر زمونږ او ستاسو د ځینو عادتونو شتون کولی شي چې زمونږ د بدن دغه مهم ویټامین د محرومیت لامل کړې.

څېړونکو موندلي د ویټامین سي سوپلایمنټ په لویانو کې د وینې لوړ فشار کمولو کې مرسته کوي.ویټامین سي کولی شي د اوسپنې جذب ته وده ورکړي چې په ښه توګه جذب شي ، لکه د غوښې نه پاک سرچینو څخه اوسپنه. دا ممکن په بدن کې د اوسپنې کموالي خطر هم کم کړي.

د ویټامین سي کمښت کولی شي چې زمونږ پوټکی له وخت وړاندې له زړښت سره مخ کړې دا چې ويټامین سي د بدن دفاعي سیستم تقویه کوي.

که چیرې په بدن کې د ویټامین سي کمښت رامېنځته شي نو زمونږ د بدن دفاعي سیستم هم ممکن کمزوری شي.

دغه راز د ویټامین سي د کمښت یوه بله نښه دا ده چې ډنګروالی او د وینې کمبود رامېنځته کوي دغه راز د ويټامین سي کمښت د انسان په بدن کې ګڼې نورې ستونزې هم رامېنځته کوي.

یاده دې وې ویټامین سي عموماً په نباتاتو، سبزیجاتو او میوو کې خورا زیات موندل کېږي لکه: نارنج، مڼه، انګور، ام، لیمو، شنه مرچک او داسې نور. شنه مرچک په هر 100 ګرامه کې 242 ملی ګرامه ویټامین سي لري.

مګر له بلې خوا دا ویټامین په غوښه او شیدو کې په خورا کم مقدار موندل کېږي، زیاتره وګړي فکر کوي چې په شیدو او غوښه کې ویټامین سي په خورا لوړه کچه موندل کېږي.

. كاروان

دا هم ولولئ

مسج کول مو فشار ټیټوي-څېړنه

پوهانو وايي: دټیلفون له لارې دلنډو پیغامونوSMS لیږد له سړی سره دا مرسته کوي، چې …