کور پانه / Tag Archives: وياند.کام

Tag Archives: وياند.کام

انګلستان له پاکستان وروسته اسټرالیا سره سیالۍ ترسره کوي

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله له پاکستان وروسته له اسټرالیا سره د کرکټ درې شل اوریزې او درې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کوي. یاد دې لوبې به د انګلستان په کوربه توب د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۴مه نېټه پیل شي. د دغو سیالیو مهال ویش په لاندې ډول دی: …

ادامه ورکړئ

په رسمي ډول د IPL ځای او نېټه اعلان شوه

د هند کرکټ بورډ تېره ورځ په رسمي ډول ای‌پي‌ال لوبو ته د ترسره کېدو اجازه ورکړه. یاد بورډ په وینا دغه لوبې به د سمپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه په متحده عربي عماراتو کې پیل او شاوخوا ۵۳ ورځې به دوام وکړي. تر دې وړاندې د عربي اماراتو کرکټ …

ادامه ورکړئ

شاهرخ خان او ډېپیکا له مودو وروسته ګډ فلم جوړوي

د بالیود سېنما نوم‌وتي ادا کاران شاه رخ خان او ډېپېکا پادوکون یو ځل بیا له وږد ځنډ وروسته خپلو مینه والو ته ګډ فلم جوړوي. هندي رسنۍ وایي، د فلمونو انډسټري ډېپېکا ته وړاندیز کړې چې له شاه رخ خان سره په یو نوې فلم کې ګډون وکړي، ډېپېکا …

ادامه ورکړئ

ای پي ال او شپږیزه سره په ټکر کې دي، افغان لوبغاړي به کوم یو ته غوره والی ورکړي؟

ټاکل شوې چې شپږیزه د روان میلادي کال سپټمبر میاشتې په ۱۳مه او تر څنګ یې د هند غوره لیګ یا ای پي ال د همدې میاشت په ۱۹مه نیټه پیل شي.  نبي عیسی خیل، راشد خان او مجیب ځدران د ملي لوبډلې هغه تکړه لوبغاړي دي چې د ای …

ادامه ورکړئ

هغه لوبغاړي چې درې ځلي په مسلسل ډول په صفر اوټ شوي دي

هېڅ توپ وهوونکی نه غواړي چې په صفر اوټ شي. خو د نه غوښتلو په صورت کې بیا هم په صفر منډو له لوبغالي بهر کېږي. نن ورځ مونږ تاسو ته پدې ځانګړي مقاله کې د شل اورېز کریکټ په تاریخ کې درې هغه لوبغاړي درپېژنو چې په پرله پسې …

ادامه ورکړئ

ډیویلرز: لوبو ته دې راستنیدو لپاره تر پخوا ډير چمتوالی لرم

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پخواني کرکټر اي‌بي ډي ویلرز وایي، دی تر پخوا ډير لوبو ته چمتو دی او په ځان یې ډیر کار کړی دی. د اي‌بي ډيویلرز په وینا دی به یو ځل بیا د پخوا په څېر ښې لوبې تر سره کړي او همداسې به …

ادامه ورکړئ

د شل اورېز جام په اړه به ورستۍ پرېکړه سبا ترسره شې

د کریکټ نړیواله شورا به د شل اورېز نړیوال جام په اړه خپله ورستۍ پرېکړه سبا د جولای میاشتې په ۲۰ مه نیټه د یوې غونډي پر مهال، چې د ویډیویې کنفرانس له لارې ترسره کیږي وکړې. د راپورنو پر بنسټ، چې سږ کال به په اکتوبر ـ نومبر مياشتو …

ادامه ورکړئ

ګاتم ګامبهر په اړه د شاهد افریدي نوې څرګندونې

له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې چې د هند او پاکستان ترمنځ په کاناپور ښار کې د کرکټ لوبه ترسره شوه د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانۍ اوپېنر ګاتم ګامبهر او د پاکستان پخوانۍ اوپینر شاهد افریدي ترمنځ یوه لفظي شخړه رامنځ ته شوه. له هماغه وخته د دوئ تر منځ …

ادامه ورکړئ

د شپږیزه لیګ کره نیټه په ډاګه شوه

افغانستان کریکټ بورډ نن رسماً د شپږیزه کریکټ لیګ سیالیو کره نیټه په ډاګه کړه. د افغان کریکټ بورډ له لوري نن رسماً خبر ورکړل شوه، چې دغه لیګ به د راتلونکې سيپټمبر میاشتې په ۱۳ نېټه پيل او د همدي میاشتې په ۲۵ نېټه به پایته ورسیږي. همدغه راز …

ادامه ورکړئ

هغه لوبغاړي چې د چینای سوپر کېنګز لپاره یې تر ټولو زیاتې منډي جوړې کړي دي

چینای سوپر کېنګز یو له هغو لوبډلو څخه ده چې ډیری ځله یې د ای پي ایل پایلوبې ته لار موندلې ده. چې لامل یې د دوی د لوبغاړو ښه کارګردګي ده. چینای سوپر کېنګز په آی پي ایل کې یوه ځواکمنه او پیاوړي لوبډله ده. د دغې لوبډلې توپ …

ادامه ورکړئ

د نیوزلیند کرکټ ملي لوبډله روانه اونۍ تمرینات پیل وي

د نیوزلیند کرکټ بورډ اعلان کړی چې په همدې روانه اونۍ کې به یې سکواډ تمرینات پیل کړي. د یاد بورډ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، وروسته له یو اوږد ځنډ څخه چې د کرونا ویروس له امله رامنځ ته شوی و، یو ځل بیا د لینکین …

ادامه ورکړئ

ګربز: انګلیسي مې زده ده، خو نړیوالو میدانونو کې په پښتو غږیږم

د هېواد کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی رحمن الله ګربز وايي، ځکه په نړیوالو میدانونو کې په پښتو ژبه غږیږي چې خپلې ژبې ته خدمت وکړي کنه په انګلیسي ښه پوهېږي. نوموړي یادې څرګندونې له طلوع نیوز تلویزویون سره په یوې ځانګړې مرکه کې کړي دي او ویلي یې …

ادامه ورکړئ