کور پانه / لوبې / د ابوظبي T10 لیګ د څلورم پړاو مهالویش اعلان شو. 

د ابوظبي T10 لیګ د څلورم پړاو مهالویش اعلان شو. 

د ابوظبي T10 لیګ د څلورم پړاو مهالویش اعلان شو.  دا سیالۍ به د روان ميلادي کال د جنوري له 28مې څخه تر فبروري 6 پورې ترسره شي. په دغه ټورنمنټ کې ټولې 8 لوبډلې د اتلولۍلپاره مبارزه وکړي ټولې لوبډلې به په دوه کروپونو وويشل شي چې په هر ګروپ کې به څلور لوبډلې لوبه وکړي.

د دې لیګ بڼه یو څه توپیر لري د دې لپاره چې د ياد ليګ اورونه کم دي او ټول لوبغاړي چټکه لوبه کوي نو د ليدونکو لپاره هم د لوبو ليدل ډېر خوندور وي د تیرو دریو کلونو په ليدو سره ياد ليګ ډېر مشهوره شوى او ډېر ليدونکي لري په ياد ټورنمنټ کې ماراټا عربينز، نردرن واریرز ، بنګله ټایګرز او ډیلي بلز به په الف ګروپ او پاتې نورې لوبډلې ، ډیکن قلندرز ، ټیم ابوظهبي ، ګلیډیټرز او پونا ډيولز به په بې ګروپ کې له يو بل سره د سياليو ډګر ته لاړ شي.

دغه لېګ کې د محمد نبي، شهزاد محمدي او قیس احمد په ګډون چې دوی له مخکې یاد لېګ کې اخستل شوي و لس نوي لوبغاړي مجیب الرحمن، نور احمد لکڼ وال، رحمن الله ګربز، عظمت عمرزی، حضرت الله ځاځی، فضل الحق، نوین الحق، ظاهر خان، کریم جنت، وقار سلام خیل، نجیب الله ځدران او درویش روسولي هم واخستل شول.

له یادو لوبغاړو څخه محمد نبي عیسی خیل، رحمن الله ګربز او وقار سلام ډهلي بولز، نور احمد لکڼوال، کریم جنت، مجیب الرحمن، قیس احمد او فضل الحق بنګال ټایګرز لوبډلې، شهزاد محمدي او ظاهر خان دیکن ګلیډیټرز لوبډلې، نوین الحق او نجیب الله ځدران ابو ظبهي لوبډلې، عظمت الله عمرزی قلنډرز لوبډلې او  درویش رسولي پوني لوبډلې اخیستي دي.

. كاروان

دا هم ولولئ

افغانستان پاکستان ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه

د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې اوس مهال د …