کور پانه / لوبې / سویلې افریقا کریکټ ټیم دوېمه پرله پسې بریا هم تر لاسه کړه

سویلې افریقا کریکټ ټیم دوېمه پرله پسې بریا هم تر لاسه کړه

د ویسټ انډېز او سوېلي افریقا کریکټ لوبډلو ترمنځ د پنځو نړیوالو شل اورېزو سیالیو له منځه درېمه شل اورېزه سیالۍ هم ترسره شوه، چې د جنوبې افریقا کریکټ ټیم په بریا سره پاېته ورسېده.

په درېمه شل اورېزه سیالۍ کې د لوبې پچه ویسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې وګټله او د سیالې سویلې افریقا کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې یې لومړۍ د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۷ منډې وکړې او سیالې ويسټ انډېزۍ لوبډلې ته یې د ۱۶۸ منډو هدف وټاکلو.

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې لپاره توپ وهنه کې کوینټن ډیکاک د پام وړ رول ادا کړ نوموړي د ویسټ انډېز پر وړاندې سیالۍ کې ۷۲ سترې منډې وکړې. د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې له لوري توپ اچونه کې بیا ماکو ۴ او ډي جی براو بیا ۳ کلیدي لوبغاړي له مخې پورته کړل.

د ټاکل شوې هدف په ځواب کې وېسټ انډېز کریکټ ټیم توپ وهنه پیل کړه که څه هم ویست انډېزۍ لوبډلې خورا ښه پیل وکړ مګر په وروستیو کې دغې لوبډلې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د یوې منډې په توپیر ماتې ومنله.

ویسټ انډېز کریکټ ټیم په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې او هماغه وه چې سیالۍ یې د یوې مڼډې په توپير وبایلله.

د ویست انډېز کریکټ ټیم له لوري توپ وهنه کې ایون لیوس ۲۷ سترې او نیکولاس پوران ۲۶ سترې منډې وکړې. د جنوبې افریقا کریکټ ټیم له لوري توپ اچونه کې بیا نورټجي او تبرېز شمسي هر یوه ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

په درېمه لوبه کې تبرېز شمسي د خپل غوره بالینګ له امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. د یادولو وړ ده چې د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ به وروستۍ دوه نړیوالې شل اوریزې سیالۍ هم ترسره شي.

. كاروان

دا هم ولولئ

افغانستان کې لوبغاړي له ولسمشره محترم بلل کېږي خو ځینو یې د هېواد پاسپورټ ایسته غورځولی- جعفر هاند

نه مې غوښتل چې د «افغانستان د کرکټ د ځینو لوبغاړو په اړه د ځینو …