کور پانه / ادب / روغتیا / هر سګرټ څکونکى بايد دا لېکنه ضرور ولولي!

هر سګرټ څکونکى بايد دا لېکنه ضرور ولولي!

د سګریټو د څکولو له عادت  څخه ځان خلاصول ناممکن نه دي.

د سګریټو د څکولو د تاوانونو د کمولو لپاره د ځینې کارونو په ترسره کولو سره د انسان صحت له نور خرابیدا څخه ژغورل کیدلی شي.

د سګریټو د څکولو پریښودل اسان کار نه دی خو په پلانونې سره له دغه عادت څخه د ځان خلاصول ناممکن هم نه دي او هره ورځ د سګریټو د شمیر په کمولو سره  سړی له دغه ناوړه عادت او نشې څخه ځان خلاصولی شي.

طبي کارپوهان او ډاکټران وايي د سګریټو د څکولو له کبله د انسان په جسم باندې منفي اغیزې پریوځي چې له کبله یې د سږو فعالیت ډیر اغیزمن کیږي ، د انسان د سترګو ليد کمیږي ، د زړه له ناروغیو سره مخ کیږي او سړی د شنډېدو امکان هم شتون لري.

د سګریټو د څکولو پریښودل له دغو ټولو ناروغیو او مشکلاتو د خلاصیدو حل لاره ده.

د سګریټو د څکولو د تاوانونو د کمولو لپاره د ځینو عادتونو په بدلولو سره د انسان صحت له نور خرابیدا څخه ژغورل کیدلی شي.

تل باید ځان په اوبو موړ وساتئ يعنې ډېرې اوبه اوڅښئ.

د طبي کارپوهانو او د ډاکټرانو لخوا د زیاتو اوبو د څښلو سپارښتنه کیږي، د اوبو د ډېر استعمال له امله د انسان په بدن کې زهرجن مواد ختمیږي ځکه چې زهرجن مواد د انسان په صحت منفي اغیزې کوي، په ټوله ورځ کښې له اتو څخه تر لسو ګلاسو پورې د اوبو د څښلو له امله د انسان د سږو فعالیت ښه کیږي.

د سګرېټ پرېښودو لپاره باید هره ورځ ورزش وکړئ.

د ورزش په وسيله د انسان د سږو سربېره د بدن مجموعي حالت او روغتیا ښه کیږي او له سږو تاواني مادې ختمیږي.

د ورزش په وخت د انسان اعصابو یعني مغز او زړه ته په سمه کچه اکسیجن رسیږي چې له کبله یې د اعصابو او د زړه فعالیت او کړنه نور هم ښه کیږي او له بدن څخه د کاربن ډايي اکسایډ خارجیدل هم امکان لري.

له ککړ چاپیریال او هوا څخه ځانونه وساتئ.

هغه کسان چې سګریټ څکوي د چاپیریال او د هوا له ککړتیا څخه د ځان د ژغورلو لپاره باید ماسک استعمال کړي، ککړ چاپیریال د سګریټ څښونکو کسانو لپاره نور هم زیات تاوان لري.

په منظم ډول باید طبي معاینې ترسره کړئ.

هغه کسان چې له ډیرو مودې راهسې سګریټ څکوي باید په منظم ډول ډاکټر ته ورشي او طبي معاینې ترسره کړي چې له کبله یې په صحت کښې د رامینځته شویو بدلونونو په هکله معلومات تر لاسه کړي.

طبي کارپوهان او ماهېرين سپارښتنه کوي هغه کسان چې د سګریټو څکول یې بند کړي دي باید ضرور ډاکټر ته ورشي او بشپړ طبي معاینې ترسره کړي.

 

. كاروان

دا هم ولولئ

د مرچ له خوړلو وروسته شودې وڅښکي

پوهان د مرچ له خوړو وروسته د ژبې سوخت لامل په هغه کې دهغو غدو …