کور پانه / ادب / له جرابو سره د ویده کیدو روغتیایي ګټې

له جرابو سره د ویده کیدو روغتیایي ګټې

د پښو سړیدل

د شپې له خوا د پښو سوړ والی ممکن یو له هغو دلیلونو څخه وي چې له خوبه مو باسي. کله مو چې پښې سړې وي وېنې رګونه مو منقبض کیږي او دې وېنې جریان کمیږي. څېړونکي وایي، د خوب ځای ته تر تلو مخکې مو پښې ګرمې کړئ ځکه کله چې مو پښې ګرمې وي ستاسو ذهن په اسانۍ سره کولای شي د خوب کولو سیګنالونه ولیږدوي چې د پښو ګرمولو لپاره اسانه لاره د جرابو اغوستل دي.

جرابې یوه له هغو امنو شیانو څخه دې چې کولای شي ستاسو پښې د شپې په اوږدو کې ګرمې وساتئ. نورې لارې لکه د ابو ګرم بوتل یا برقي کمپلې کولای شي ستاسو پښو ته زیان ورسوي.

د شپې له خوا د پښوګرمولو د جرابو یواځینۍ ګټه نه ده دلته به ولولئ چې د دغه نوې عادت سره مو په ژوند کې څومره بدلونونه راتلای شي.

ولې له جرابو سره ویده شو

د پښو ګرمولو ترڅنګه جرابې اغوستل نورې ګټې هم لري:

د بدن تودخه مو تعادل کې ساتي: ځیني ښځې جرابې د بدن د ګرمایښت کمولو لپار اغوندي.

د چاودلو پښو لپاره: د نخي جرابو اغوستل کولای شي له مرطوبیدو وروسته د پښو چاودې ښې کړي.

جنسې خواهشاتو ډیروالی: د بي بي سي راپورنو پر اساس جرابې کولای شي ۳۰٪ سلنه جنسې میل ډیر کړي.

د رینود حملو کموالي لپاره: رینولد ناروغي یوه داسې ناروغي ده کې د هوا سوړوالي له کبله د پښو په ګتو کې د وینې جریان کمیږي او د پښو ګوتي مو پړسیږي. نو د دغه ناروغۍ څخه د ځان ساتلو لپار باید جرابې واغوستل شي تر څو پښې مو ګرمې وي او وینه په منظم ډول جریان وکړي.

څه ډول جرابې واغوندو

له طبیعي مالوچو څخه جوړې شوې جرابې د پښوکولو لپاره تر ټول غوره جرابې دي چې معمولا د نخي او مصنوعي مالوچو څخه جوړو شویو جرابو لوړه بیه لري خو باید ووایو چې ارزښت یې هم لري چې په لوړه بیه وپیرل شي. ځان ډاډه کړئ چې تاسو داسې جرابې غوره کړې چې پښې مو ګرمې ساتلی شي.

په پښو کې د وېنې جریان لپاره:

خپلو پښوته له ویده کیدو څخه وړاندې مساژ ورکړئ

د وېنې جریان زیاتولو طبیعي کریمونو لکه کپسایسین څخه د پښو مساژ لپاره ګټه واخلئ

مخکې له دې چې جرابې واغوندې لومړی مو جرابې ګرمې کړئ او ځان ډاډه کړئ چې جرابې مو نم نه لري.

د پښو ګرمولو لپاره نورې لارې

د بې خوبې او ستړیا لرونکو ناروغانو لپاره اکثرا ډاکټران له ویده کیدو څخه وړاندې د ګرم حمام کولو توصیه کوي. ګرم حمام کول یا یواځې پښې پر ګرمو اوبو مینځل د بدن تودخې برابرولو کې لویه ونډه لري چې کولای شي تاسو سره د ارامه خوب کولو کې مرسته وکړي. که ستاسو پښې د تل لپاره سړې وي نو کیدای شې دا ستونزه مو د وېنې له دوران څخه وي او که چیر ته مو داستونزې جدي وي نو کیدای شي د وېنې دوران خطرناکه ناروغي لکه دیابت ولرئ نو په داسې وخت کې ژر تر ژره له یوه ډاکټر سره وګورئ.

آیا واړه ماشومان او یا نوي زیږیدلي ماشومان کولای شي له جرابو سره ویده شي؟

واړه ماشومان او نوي زیږیدلي ماشومان له برقي کمپلو او ډیرو ګرمو جرابو څخه وساتۍ. د خوب لپاره د ماشومانو تشویق ولو لپاره یو له امن ترینو لارو څخه یو ښه ګرم حمام ده چې په ورځینې مهال ویش کې یې ورته ځای ورکول شي او له هغه وروسته ورته له وړاندې ګرمو شوې جرابې واغوستل شي.

تل مو ماشومانو کې لاندې علایم چک کوئ:

له حده ډیر ګرموالی

خوله کیدل

د غمبورو سره کیدل

ژړا

کله مو چې ماشومانو کې دغه علایم ولیدل شول نو سمدلاسه تر اضافي کمپلې لرې کړئ.

وروستۍ کرښه

د خوب ځای ته وړاندې له تللو څخه د پښو مینځل کولای شي د خوب وخت کې کموالی راولي او دا کولای شي ستاسو د خوب کیفیت ښه کړي. ځان ډاډه کړئ چې جرابې مو نرمې او سپکې نه دي. د وېنې دوران کې مو که ستونزې لکه دردونه رامنځته کیږي نو یو ډاکڼر ته مراجعه وکړئ.

. كاروان

دا هم ولولئ

د خوږې بورې ترخه زیانونه!

بوره د خوړو یو ډول دی چې له ګنیو ترلاسه کېږي، د ګنیو تر څنګ …