کور پانه / ادب / روغتیا / بواسیر لاملونه یې، احتیاطي تدابېر او درملنه یې

بواسیر لاملونه یې، احتیاطي تدابېر او درملنه یې

بواسیر یوه هغه ناروغې ده چې د کولمو د ضعیف فعالیت له امله رامېنځته کېږي. دا ناروغې د اوړې د موسم په پرتله ژمي کې خورا عامه ده، ځکه چې په ژمي کې معمولا مونږ او تاسې لږې اوبه څښو.

د بواسیر نښې نښانې ډیری وخت پدې ډول وي:

بې درده وینه راتلل،  په مقعد کې سوځښت یا خارښت، په ورته ساحه کې تکلیف ، ناراحتي ، یا درد، په مقعد کې پړسوب او همداسې نور..

نښې نښانې کولی شي وېرونکې یا خطرناکې وي ، مګر دا معمولا د اندیښنې وړ نه وي.

لاملونه:

بواسیر د اوږدمهاله قبض ، د چرګانو ډیر استعمال ، خواږه او مالګین خواړو ، ګړندي جلاب او دغه راز د دوامداره درملو کارولو له امله مېنځته راتللی شي.

دغه راز په دې اړه شوې څیړنې دا څرګندوي چې د بواسیر ناروغې د لوی غوښې په مکرر ډول مصرف له کبله هم منځته راتللی شي؛ له بلې خوا هغه کسان چې زیات دال، لوبیا، چای او سګرټ څښې په دې ناروغۍ د اخته کېدو امکان یې شته.

ډېر مساله لرونکي خواړه هم کولی شي چې د ورته ناروغۍ لامل وګرځي. ددغې ناروغۍ نور لاملونه غیر متوازن رژیم ، بې وخته خواړه خوړل ، له لوږې پرته خواړه خوړل ، د اوبو لږ مقدار څښل ، رواني اختلالات یا اضطراب هم پکې شامل دي.

احتیاطي تدابېر:

په خپل ورځني معمول کې له ۶ څخه تر ۱۰ ګیلاسو پورې اوبه شامل کړئ.

په خالي معده د چای او سګرټو څښلو څخه ډډه وکړئ.

د خامو سبزیجاتو کارول په ورځنې توګه زیات کړئ.

تل غوښه د سبزیجاتو سره مخلوط کړئ.

په دې اړه نورې کلیدي تدابېر هم شتون لري چې باید په پام کې ونیول شي.

هغه خواړه چې په فایبر بډایه وي لکه میوې او سبزیجات ، په خاصه توګه ټول حبوبات خوړل د انسان کولمې نرمې ساتي په ورته ډول د ډیری مایعاتو څښل د کولمو نرم ساتلو کې مرسته کوي. د کولمو نرموالی د بواسيرو ناروغ سره ډېره مرسته کوي. داسې ناروغانو ته پکار ده تر څو داسې خواړه ونه خوري چې د قبضيت لامل کېږي

درملنه:

د دې لپاره چې له بواسیر ناروغۍ څخه وژغورل شو نو مهمه ده چې سهار وخته په نهاره اوبو وڅښو دا چاره کولی شي چې د بواسیر ناروغۍ پر وړاندې مو خطر کم کړې.

د بواسیر پر وړاندې د زیتونو تیل خورا کلیدي رول لوبوي دا تیل کولی شي چې د بدن د سوځیدو ، خارش او درد څخه په مخنیوي کې مهم رول ادا کړې.

مرچ په خواړو کې خورا ځانګړی رول لري د کارپوهانو پر وېنا چې مرچ کولی شي زمونږ معده له زهري موادو څخه په بشپړه توګه پاکه کړې.

د بواسیر په اړه حقایق او په اړه يې ځینې مهم ټکي دي.

میرمنې د امیندوارۍ پرمهال په بواسیر د اخته کېدو ډیر احتمال لري.

د بواسیر رامینځته کیدو احتمال د یو شخص عمر سره ډیریږي.

بواسیر هغه وخت پیښیږي کله چې د مقعد شاوخوا رګونه تړل شوي یا لوی شوي وي.

ځینې وختونه ، د بواسیر درملنې لپاره درملو او جراحي ته اړتیا وي.

. كاروان

دا هم ولولئ

 پوهان: سپورټ مو سټرس او خپګان کموي

په اونۍ کې درې ځل  ورزش او فزیکي تمرین 16%  دخپګان مخه نیسي څومره ،چې …