کور پانه / عمومي مالومات / جالب / آیا ویرونکي فلمونه ستاسو د روغتیا لپاره ښه دي؟

آیا ویرونکي فلمونه ستاسو د روغتیا لپاره ښه دي؟

فلمونه نږدې د هر چا خوښېږي چې ویې ګوري مګر ځینې خلک بیا د هغو فلمونو لیدو ته خورا لیواله وي چې ویرونکي صحنې ولري.

آیا ویرونکي فلمونه زمونږ د روغتیا لپاره ښه دي؟ د یوې ترسره شوې څیړنې له مخې هغه وګړي چې د وحشي فلمونو لیدو ته خورا لیواله دي دوی باید خوشاله شي ځکه چې د دغې څیړنې په پایله کې دا ثابته شوه چې وحشي فلمونه د انسان پر روغتیا مثبت اغېز څرګندوي.

له بلې خوا یوې وروستۍ مطالعې موندلې چې وحشي فلمونه پدې کې مهم رول لوبوي چې کالوری سوځوي تاسو ممکن فکر وکړئ چې دا د باور وړ ندي ، مګر دا ریښتیا دي. د ویسټ مېنسټر پوهنتون لخوا ترسره شوې یوې څیړنه ښودلې چې د وحشت فلمونو لیدل دوه (۲۰۰) کالوري سوځوي.

یاده څیړنه زیاتوي چې دا کالوری هغه وخت سوځیدلی شي چې تاسو وحشي فلمونه وګورئ او په حقیقت کې تاسو د ډار احساس وکړئ.

همدغه راز یوې بلې مطالعې ښودلې چې هغه خلک چې د وحشت فلمونه ګوري کولی شي تر (۱۸۴) پورې کالوری وسوځوي. دا په اوسط ډول ورته کالوری دي چې د څلوېښت دقیقې واک وروسته سوځیدلی شي.

دغه شان ویرونکي/وحشي فلمونه نورې زیاتې ګټې هم لري. په انګلستان کې د کینټربيري پوهنتون کې یوې څیړنې موندلې چې هغه خلک چې د وحشت فلمونه ګوري نو دا چاره د دوئ د معافیت سیسټم په وده کې مهم رول لوبوي.

د څیړنې په وېنا ، ویرونکي فلمونه د لیدونکي په مزاج مثبته اغیزه لري دا د دې لپاره چې د دې فلمونو لیدل د فشار څخه مخنیوی کوي.

دغه راز کارپوهان وایي ، د ویرونکو فلمونو لیدل د ذهني روغتیا وده کې کلیدي رول ادا کوي ، په ځانګړي توګه په میرمنو کې. هورمونونه لکه ګلوټامیت ، ډوپامین او سیرټونین ، چې د دې فلمونو له امله رامینځته شوي احساساتي بدلونونو له امله خوشې کیږي او د دماغ فعالیت زیاتوي ، که څه هم د لنډ وخت لپاره دا پروسه فعالوي.

. كاروان

دا هم ولولئ

دغه کسان دې پیاز نه خوري!

که څه هم پیاز د زړه ناروغیو په مخنیوي کې بنسټېز رول لري خو د …