کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / کريکټ بورډ د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلمشر اعلان کړ.

کريکټ بورډ د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلمشر اعلان کړ.

د افغانستان د کريکټ بورډ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راځي چې راشد خان د شل اوريزو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو.

راشد خان د کرکټ د نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی چې د هغه تجربو، کارکرده ګۍ او همدارنګه د نوموړي په تېرو کلنو کې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري چې په راس کې یې عمومي مشر فرهان یوسفزي قرار لري، د نړیوالو شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر او نجیب الله ځدراڼ د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکل شول.

خبر پاڼه زياتوي چې په راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام لوبو کې افغانستان د انګلستان، هندوستان او سویلي افریقا لوبډلو سره په (B) ګروپ کې ځای لري، چې د دغه ګروپ دوه نورې لوبډلې به د نړیوال جام له لومړي پړاو لوبو څخه وروسته له یاد ګروپ سره یوځای شي.

ټاکل شوې چې د شل اوریزه لوبو نړیوال جام به د روان کال په اکټوبر میاشت کې په عربي متحده اماراتو او عمان کې ترسره شي.

. كاروان

دا هم ولولئ

کرکټ: افغانستان قطر ته د ۳۵ منډو په توپېر ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، نن د افغانستان ایلیون او قطر لوبډلو ترمنځ د نړیوال …