کور پانه / لوبې / قيس احمد په حېرانونکې لوبې خپله لوبډله برياته ورسوله

قيس احمد په حېرانونکې لوبې خپله لوبډله برياته ورسوله

 د سریلانکا پریمیر لیګ لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې غوره لوبغاړي قیس احمد هېرانونکې لوبه ترسره کړه.

قیس احمد چې په یاد لیګ کې د کولمبو کینکز لوبډلې لپاره لوبه کوي، د خپلې لوبډلې لپاره يې په دواړو برخو توپ اچونه او توپ وهنه کې هېرانونکې لوبه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د کولمبو کینګز او ډمبولا وایکنګز لوبډلو ترمنځ لوبه کې قیس احمد په توپ اچونه کې ۴ اورونه وکړل، ۲ مهم لوبغاړي یې وسوځول او ۲۳ منډې ورکړې. خو په توپ وهنه کې یې د پنځو شپږيزو او دوو څلوريزو په مټ په ۲۲ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله او لوبډلې ته یې ناممکنه بریا ورکړه.

قیس احمد پر پاکستاني لوبغاړي انور علي په یوه اور کې څلور شپږیزې ووهلې چې تر دې دمه د سریلانکا غوره لیګ په یوه اور کې تر ټولو زیاتې شپږیزې دي، پر انور علي په دغه اور کې ۵ شپږیزې ولګېدې چې یوه پرې آشان پریانجن وهلې ده.

د یادو لوبډلو ترمنځ سیالي کې لومړی ډمبولا وایکینګز لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې ۲۰۳ منډې جوړې کړې، په ځواب کې کولمبو کینګز لوبډلې د قیس احمد په مرسته ټاکلی هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.

دوی وروستیو کې په ۱۴ توپونو ۳۰ منډو ته اړتیا درلوده، چې قیس احمد اسمان څکې پنځه شپږیزې ووهلې او لوبډلې ته یې ۷ توپونه وړاندې بریا ورکړه.

باید وویل شي چې د سریلانکا پریمیئر لیګ څخه د نوین الحق او رحمان الله ګربز لوبډله (کنډي ټسکرز) بهر شوې ده، په داسې حال کې چې پاتې څلور لوبډلو نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده. لومړۍ نیمه پایلوبه به سبا ته د دیسمبر په ۱۳مه د حضرت الله ځاځي او قیس احمد لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

. كاروان

دا هم ولولئ

نړیوال جام کې نن د اسټرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ پایلوبه ده

د ای سي سي کرکت شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې به نن …