کور پانه / ادب / روغتیا / شفتالو او د روغتیا لپاره یې حیرانوونکې ګټې

شفتالو او د روغتیا لپاره یې حیرانوونکې ګټې

شفتالو د اوړې مېوه ده او ویل کېږي چې دا مېوه څو زره کاله دمخه په چېن کې کرل شوې وه چې وروسته له هغې په آسیا او نورو سیمو کې وکرل شوه.

په دې مطلب کې مونږ تاسې ته د شفتالو ګټې بیانوو چې د دغې میوې خوړل څومره ګټور دي؟ دا چې دا مېوه کومې ګټې لري، دلته یې له ځینو ګټو څخه تاسو ته معلومات وړاندې کوو.

د شفتالو حیرانوونکې ګټې:

شفتالو چې ۵۸ کالوري، یو ګرامه پروتین او له یو ګرام څخه تقریبآ لږ غوړ لري. شفتالو دغه راز ۱۴ ګرامه کاربوهایډریټ ، دوه ګرامه فایبر ، ویټامین سي ، ویټامین ای ، پوټاشیم ، او ګڼ شمېر نور پروټینونه لري.

شفتالو د هاضمې سیستم ته وده ورکوي. دا مېوه په خپل ترکیب کې فایبر لري نو له همدې امله دا د هاضمې سیسټم ښه کولو لپاره غوره دی. په شفتالو کې شامل فایبر د قبض مخه نیسي.

شفتالو د زړه روغتیا ته وده ورکوي. د شفتالو خوړل د زړه روغتیا ته وده ورکوي او د زړه ناروغۍ لکه د لوړ فشار او کولیسټرول پر وړاندې مو ساتنه کوي.

شفتالو مو پوټکی/پوستکی تازه ساتي. شفتالو کارول په پوټکي کې رطوبت رامینځته کوي او د دې کارول په پوټکي کې لندبل ساتي کوم چې ستاسو پوټکی تازه ساتي او د زړو تاثیراتو څخه ساتنه کوي.

شفتالو د سرطان ناروغۍ څخه په مخنیوي کې مرسته کوي. شفتالو ګټور مغذي مواد لري چې کولی شي تر ډیره حده د سرطان ډیری ډولونو څخه ساتنه وکړي.

. كاروان

دا هم ولولئ

د خوږې بورې ترخه زیانونه!

بوره د خوړو یو ډول دی چې له ګنیو ترلاسه کېږي، د ګنیو تر څنګ …