کور پانه / ادب / روغتیا / هغه ناروغې چې د میرمنو د روغتیا لوی دوښمن بلل کېږي

هغه ناروغې چې د میرمنو د روغتیا لوی دوښمن بلل کېږي


د کاروان وېبپاڼې د روغتیا په دې ځانکړې مقاله کې به هغه ناروغې وپېژنئ چې د میرمنو د روغتیا لوی دوښمن بلل کېږي. PCOS یوه هغه ناروغې ده چې د میرمنو لپاره بیلابیلې ستونزې رامېنځته کوي.

دا ناروغې (PCOS) میرمنو کې جنیټیک، هورمونل، میټابولیک او د ښځینه تناسلي سیسټم باندې اغېزه کوي کارپوهان په دې اند دي، چې دا ناروغې د لوړ اوډروجن یا نارینه هورمونونو له امله او یا هم د جنیټیک او چاپیریالي عواملو له امله رامېنځته کېږي.

د کارپوهانو په وېنا، په هرو لسو میرمنو کې له ۳ څخه تر ۴ پورې پدې ناروغۍ اخته کېږي. نو دا خورا مهمه ده چې انجونې او میرمنې د دې ناروغۍ په اړه کافي معلومات ترلاسه کړې.

نن به موږ تاسو ته ووایو چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې کومې دي او ځان له دې جدي ناروغۍ څنګه لرې وساتو؟ مقاله تر پایه پورې ولولئ.

هره ورځ تمرین وکړئ

د میرمنو وزن زیاتیدل د PCOS ناروغۍ یو لوی لامل کېدای شي، او دا مهمه ده چې تاسو هره ورځ تمرین وکړئ ځکه چې تمرین د ځان فټ ساتلو او وزن له لاسه ورکولو ترټولو اسانه او عالي لار ده. د څېړنو له مخې په ورځنې ډول تمرین کول تاسو سره د PCOS مخنیوي کې مرسته کولی شي.

متوازن رژیم خوړل

د میرمنو لپاره دا تر ټولو خورا کلیدي ده چې متوزان خواړه وخوري ځکه چې له PCOS ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره میرمنې اړې دي چې د متوازنو خواړو لیسټ له ځانه سره ولري، ترڅو دوئ له بشپړې روغتیا څخه برخمنې وي.

فشار څخه مخنیوی

په میرمنو کې د فشار کچه لوړیدل او یا هم اضطراب رامېنځته کېدل د دغې ناروغۍ (PCOS) یوه نښه ده. نو له همدې کبله اړینه ده چې میرمنې باید خپل فشار تر کنټرول لاندې وساتي، په هغو څیزونو ځان بوخت وساتئ چې تاسو ته ارامتیا او سکون درکوي.

د شنو سبزیجاتو کارول

له دې خطرناکې ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره باید میرمنې هڅه وکړې چې له شنو سبزیجاتو څخه زیاته استفاده وکړې. هغه خواړه باید میرمنې وخوري چې د دوئ د بدن روغتیا ته وده ورکوي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د وامداره ستړیا ۷ مهم لاملونه وپیژندل شول

موږ ټول پر دې پوهیږو که په ۲۴ ساعتو کي کافي خوب ونکړو نو د …