کور پانه / ادب / روغتیا / د زیتون تیل د انسان اعصابو ته څه ګټې لري؟

د زیتون تیل د انسان اعصابو ته څه ګټې لري؟

روغتياپالان وايي د زیتونو تیل له داسې ډیرو ښو شیانو ډک دي کوم چې د انسان د اعصابو د عمر زیاتیدا کې مرسته کوي او د اعصابو بوډا کیدا عمل ورو کوي.

د امریکا د بریګهم اینډ ویمنز روغتون د یوه نوي تحقیق پراساس د زیتون په تیلو کښې داسې غوړوالی شته کوم چې د انسان د دماغو د بوډا کیدا بهیر سستوي او د انسان اعصاب ځوان ساتي.

په دې سربیره د کوچو پرځای د زیتون د تیلو استعمال په اوږده موده کښې د انسان د اعصابو د ساتلو زمینه هم برابروي. زیتون په دې سربیره د انسان د بدن لپاره نورې ګټې هم لري .

د انسان د اعصابو او دماغو لپاره د زیتون تیل په دې وجه هم ګټه لري ځکه چې اعصابو ته په زیاته اندازه د اکسیجن ضرورت وي او د اکسیجن کمښت د انسان د صحت لپاره د تاوان لرونکو رایډکالونو شمیر زیاتوي او د دغه کمښت د پوره کولو لپاره د زیتون تیل استعمال ګټور کیدلای شي.

د زیتون تیل د انسان په بدن کښې د پړسوب د کمولو لپاره د دردونو د ختمولو د درملو په توګه هم کار کوي.

د یوه تحقیق پراساس د څو قاشق زیتونو تیلو څښل د درد د ختمونکي درمل په توګه اغیز کوي او زیتون داسې طبیعي او قدرتي علاج او درملنه ده چې د انسان بدن ته له ګټې رسول پرته بل هیڅ تاوان نلري.

ډیری لوی مطالعات ښیې چې هغه خلک چې د زیتون غوړ مصرفوي د د مغز د سکتې خورا لږ خطر لري ، د مغز سکته په پرمختللو هیوادونو کې دوهم لوی وژونکی ناروغي ده.
 

. كاروان

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …