کور پانه / ادب / روغتیا / آیا د لیړوګانو له ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د لیړوګانو له ګټو څخه خبر یاست؟

بینډۍ (بامیه/بینګړۍ/لیړو) دا یو ډول سبزیجات دي چې ډېره لږه کالوري لري خو د ګټورو موادو یوه غوره منبع بلل کېږي، دا چې بینګړۍ (لیړو) کومې ګټې لري، دلته یې په ګټو غږېږو.

د لیړوګانو ګټې په لاندې ډول دي:

د څېړنو پر بنسټ چې په بینګړیو کې ویټامین ای او نورو انټي اکسیډنټونو شته دی لکه بیټا کیروټین ، لوټین ، او داسې نور ، چې د عمر له امله د سترګو د غړو عضلي کیدو مخنیوي کې مرسته کوي او د سینې د ناروغۍ خطر کموي.

د بدن معافیت سیسټم پیاوړی کوي

د بامیه یا لیړو خوړل مو د بدن معافیت سیستم پیاوړی کوي په لیړو کې شامل ویټامینونه ستاسو د بدن معافیت پیاوړی کوي او تر ډېره مو د سترګو نظر نه کمزوری کېږي او همدغه راز په بدن کې له اضافي رادیکالونو سره مبارزه کوي.

ویټامین سي شتون

پدې سبزیجاتو کې ډیری ویټامینونه شتون لري چې د هغو ویټامینونو له منځه یو هم د ویټامین سي شتون دی. چې د روغتیا لپاره خورا کلیدي او ګټور دی. ویټامین سي د هډوکو روغتیا لپاره هم ښه دی او د معافیت سیسټم پیاوړي کولو کې هم مهم رول ادا کوي او د زخم په درملنه کې مرسته کوي.

همدغه راز بینډۍ د بدن کلسیم بشپړولو کې هم مهم رول لري او د بینډۍ خوړل کولی شي چې ستاسو د بدن کلسیم په بشپړولو کې رغنده رول ادا کړې.

. كاروان

دا هم ولولئ

په ښي اړخ د ویده کیدو ګټه-څېړنه

دخوب په اړه نوې ترسره شوې څېړنه لیکي : په ښي اړخ خوب دا ګټه …