کور پانه / لوبې / نیوزیلنډ‌ دوهمه شل اوریزه په ستر توپیر له ویسټ‌ انډیز وګټله

نیوزیلنډ‌ دوهمه شل اوریزه په ستر توپیر له ویسټ‌ انډیز وګټله

نیوزیلنډ‌ دوهمه شل اوریزه لوبه د ۷۲ منډو په توپیر له ویسټ‌ نډیز وګټله

د نيوزېلنډ او وېست انډيز لوبډلو تر منځ د سريز دوهمه لوبه ترسره شوه چې په پايله کې نيوزلنډ لوبډله پدې وتوانېده چې په ۷۲ منډو په توپير دوهمه لوبه هم په خپل نوم کړي.

د لوبې پچه وېسټ انډيز لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، نېوزيلنډ د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره په تاکل شوو شل اورونو کې ۲۳۸ منډې وکړې چې له ډلې يې ګلین پیلیپز ۱۰۸ منډې، ډیون کنوې ۶۵ منډې جوړې کړې دو سيالې لوبډلې ته يې يو ستر هدف وټاکه.

د ياد هدف د ترلاسه کولو لپاره د ویسټ‌ نډیز لوبډلې توپ وهنه پېل کړه خو هدف ته ونه رسېدل د ويسټ انډيز لوبډلې په ټولو شل اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱٦٦ منډې وکړې او لوبه يې په ستر توپېر ۷۲ منډو وبايلله او لوبلړۍ يې هم له لاسه ورکړه.

د وېسټ انډېز لپاره په توپ وهنه کې کیرن پولارډ ۲۸ منډې، او کېمو پال ۲۶ منډې جوړې کړې او نور لوبغاړي پدې ونتوانېدل چې دوږده ملګرتيا وکړي او ياد هدف ته ځان ورسوي.

د پادولو وړ ده چې د درې لوبو دغه لړۍ دوه لوبې نيوزيلنډ ګټلي او د سيرېز دريمه او وروستۍ لوبه به د نويمبر په ۱۱مه د دوشنبې په ورځ د دواړو لوبډلو ترمنځ تر سره شي.

. كاروان

دا هم ولولئ

نړیوال جام کې نن د اسټرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ پایلوبه ده

د ای سي سي کرکت شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې به نن …