کور پانه / ادب / روغتیا / د مور د شیدو د زیاتولو طبیعې لارې چارې

د مور د شیدو د زیاتولو طبیعې لارې چارې

د مور شیدې چې د ماشوم لومړني خواړه بلل کېږي او دا اړینه هم ده چې ماشوم ته باید د ښې روغتیا لپاره د فارمول شیدو پر ځای د مور شیدې ورکړل شي.

دا چې له زېږون وروستته ماشوم ته د مور شیدې ورکول کېږي مګر ځینې میندې بیا د شيدو کمښت لري چې دا میندې بیا ماشوم ته په کافي اندازه شیدې نشې ورکولی. د روغتيا نړېوال سازمان د توصيې پر اساس ماشوم ته باید لومړی شپږ مياشتې یوازې د مور شيدې ورکړل شي او وروسته له یادې مودې کولای شئ نور خواړه هم ورکړئ.

د مور د شيدو ګټې:

په شيدو کې شته معدني مواد د ماشوم بدن پياوړی کوي او د ناروغيو پر وړاندې یې د بدن دفاعي ځواک ښه کوی. په دې توګه هغه ماشومان چې پوره شيدې ورته رسېږي د ناروغيو پر وړاندې ډېر قوي وي. همدارنګه هغه پروټينونه چې د مور په شيدو کې وي، له هغو پروټينونو ژر هضمېږي، چې د غوا په شيدو کې وي.

د کاروان وېبپاڼې په دغې ځانګړې مقاله کې مونږ هڅه کړې ده چې هغه طبیعې لارې چارې له تاسو سره شریکې کړو چې د هغو میندو شیدو کچه زیاته شي چې د شیدو د کمښت ستونزه لري.

د وربشو اوبه: که څه هم د وربشو اوبه ډېرې بې خونده دي؛ خو په ټوله کې دا هغه خواړه دي چې د مور د شيدو په زیاتوالي کې د ضامن په توګه رول لوبوي.

ډیرې اوبه وڅښئ

هر څوک د اړتیا په صورت کې اوبه څښي مګر کارپوهان هغو میندو ته سپارښتنه کوي چې زیاتې اوبه باید د ورځې په لړ کې وڅښي کومې میندې چې د شیدو له کمښت سره مخ دي.

لبلبو او د لبلبو پاڼې/ ځینې خلک ورته چغندر هم وایي: لبلبو یا چغندر او د هغو له پاڼو نه سوپ جوړ کړئ او بیا یې وکاروئ، چې د مور د شيدو په زیاتولو کې رغنده رول لوبولی شي.

متوازن غذا وخورئ

هغه میرمنې چې خپل ماشوم ته شیدې ورکوي د هغو میرمنو په پرتله ۵۰۰ اضافي کالوري ته اړتیا لري کومې میندې چې ماشوم ته شیدې نه ورکوي.

نو نو میندې باید په پروټین لرونکو خواړو کې لکه کب ، هګۍ ، شیدې ، سبزیجات او د میوو تخمونه په خپل رژیم کې شامل کړې.

ډاډه اوسئ چې ویټامین لرونکو خواړو څخه ګټه اخلئ

د ماهرینو په وېنا ، د شیدو ورکوونکو میندو لپاره کلسیم ، ویټامین ډي ، اوسپنه او فولیک اسید خورا مهم دي. د دې ویټامینونو او منرالونو منظمه استعمال د مور په شیدو کې د زیاتوالي ډاډ ورکوي.

ګازرې: ګازرې وخوټوئ او د سهار لخوا یې په نهاره مور ته ورکړئ، چې دا هم د مور د شيدو په زیاتوالي کې رغنده رول لوبوي.

. كاروان

دا هم ولولئ

 پوهان: سپورټ مو سټرس او خپګان کموي

په اونۍ کې درې ځل  ورزش او فزیکي تمرین 16%  دخپګان مخه نیسي څومره ،چې …