کور پانه / عمومي مالومات / څنګه ذهنې ځواک رامېنځته کړو؟ ۳ اړینې تګلارې

څنګه ذهنې ځواک رامېنځته کړو؟ ۳ اړینې تګلارې

د ذهني پیاوړتیا وده شعوري هڅه ده او ورځنې تمرین ته اړتیا لري. دلته د کاروان وېبپاڼې په ځانګړې مقاله کې به تاسو ته هغه تمرینونه په ډاګه کړو چې ستاسو ذهني ځواک ته وده ورکوي.

۱- اهدف تنظیم کړئ

د انسان مغز په طبیعي توګه اهدافو ته د رسېدو او ترلاسه کولو وړتیا لري. په پیل کې نه باید ستر او لوړ اهداف وټاکئ هڅه وکړئ، چې په پیل کې کوچنې اهداف وټاکئ او په کوچنیو موخو تمرکز وکړئ.

کوښښ وکړئ چې لنډ مهاله اهداف په نظر کې ونیسئ. مثلاً: زه غواړم چې د ۳۰ دقیقو لپاره کار وکړم پرته له دې چې خپل تیلفون او یا هم کوم بل څیز ته مراجعه وکړم او یا هم ووایاست چې نن ورځ به خپلو ټولو بریښنالیکونو ته ځوابونه ووایم.

دا چاره له تاسې سره مرسته کوي چې خپلې کوچنۍ او لنډ مهاله موخې لاسته راوړئ او پر ځان مو باور زیاتوي. دغه راز تاسو به دا هم زده کړئ چې ستاسو اهداف واقعیا غیر مطلوب دي او هېڅ کومه ننګونه شتون نه لري.

۲- خپل منفې افکار بیا مه تکراروئ

د یو واقیعي او مثبت ځواک دردلو لپاره هڅه وکړئ چې خپل تیر منفې افکار بیا تکرار نه کړئ د کومو افکارو له وجې چې تاسو په تیر کې نا خوښه وئ او ستاسو خوښې یې له منځه وړې وه.

له منفې افکارو څخه د ژغورل کېدو لپاره دا جملې هېڅکله مه تکراروئ: دا به زه ونه شم کولی، دا به خورا ستونزمنه او ناممکنه وي، فکر نه کوم چې بریا به زما وي دا او دې ته ورته جملو څخه ډډه وکړئ.

۳- د خپل مقصد د پوره کېدو لپاره هڅه وکړئ

د ذهنې ځواک د پیاوړي کېدو او رامېنځته کېدو لپاره په وروستي او درېم قدم کې باید د خپل هدف او مقصد لاسته راوړلو لپاره باید مبارزه او هڅه وکړو او تر وروستیو شیبو پورې باید وجنګېږو.

کارپوهان وایي، د هغه څه په اړه چې تاسو یې په ژوند کې د لاسته راوړلو هیله او اومید لرئ؛ د دې لپاره باید یو روښانه او جامع د ماموریت بیان ولیکئ.

. كاروان

دا هم ولولئ

که د وینې له کمښت کړېږئ؛ حتمأ یې ولولئ

نن سبا د وینې کمښت هغه ستونزه ده چې ډېری کسان ورسره لاس او ګرېوان …