د مخ ځینې برخې ، لکه د زنې لاندې ، ډیر احتمال لري چې د کورونا په ویروس ککړ وي نو خلک باید د زنې لاندې د ماسک کوزولو څخه ډډه وکړي.
د ساینس پوهانو لخوا د وروستي مطالعاتو له مخې ، کورونا ویروس د خولې ، پوزې او سترګو له لارې بدن ته ننوځي. له همدې امله په ګڼه ګوڼې ځايونو کې لکه دفترونه بسونه او بازارونو کې د مايک اغوستل لازمي شوي دي.
د مخ هره برخه ، مثلا پوزه ، سترګې او خوله که نه وي پوښل شوي ویروس او میکروب په اسانۍ کولی شي د خلکو بدن ته داخل شي او انتان خپاره کړي ماسک باید په بشپړه توګه خوله او پوزه پوښ کړي؛ ځکه چې د سترګو له لارې د ویروس لیږد امکان خورا ټیټ دی او خلک چې په روغتونونو کې کار کوي باید د سترګو محافظت هم وکاروي.
که چیرې موږ په ککړ چاپیریال کې یو کله چې ماسک لرې کړو ، نو د دوی د خولې ، پوزې او رطوبتونو له لارې د کورونا ویروس د لیږد امکانات ډیریږي نو د ماسک اغوستل یو څه آداب لري.
کله چې موږ د خبرو کولو او يا هم خوړو لپاره ماسک ټیټ کړي احتمال شتون لري چې زموږ د زنې لاندې ساحې په ويروس ککړې وي او دا ويروس ماسک ته داخل شي کله چې مونږ د خوړو او يا د خبرو کولو ورويسته ماسک بېرته نولې او پوزې ته اچوو دا وېروس زموږ بدن ته ننوځي.
ځینې خلک د خوړلو ، څښلو یا ساه ایستلو لپاره ماسک زنې لاندې راکوځوي کوم چې د ویروس لیږد امکان زیاتوي. د مخ شاوخوا سیمه کیدای شي د ماسک ساحې څخه توپیر ولري. او په واروس ککړ وي نو د زنې لاندې ماسک راوړل کولی شي د مخ احتمالي ککړتیا وايروس ماسک او حتی خولې او پوزې ته انتقال کړي.