لیمو چې په لوړه کچه باندې استعمالېږي او تر ډېره یې ډیری وګړي د وزن کمولو لپاره استعمالوي، مګر په ننۍ مقاله کې مونږ تاسې ته د لیمو جالبې او حیرانوونکي ګټې بیانوو.
لیمو تريوو خوند لري او تر ډېره د فشار لپاره هم استعمالېږي. لیمو له ښې ذایقې سربېره ښې او جالبې ګټې هم لري چې دلته یې په ګټو باندې ټېنګار کوو.
د لیمو اوبه او جالبې ګټې یې:
څیړونکي وایي، چې د لیمو اوبو څښل له بدن څخه زهرجن مواد پاکوي او له منځه یې وړي په لیمو کې شامل سیتریک اسید کولی شي چې د بدن له ډیری برخو څخه زهرجن مواد لرې کړې.
کارپوهان همدغه راز زیاتوي، چې د لیمو اوبو استعمال د ډیری ناروغیو مخنیوي کې مهم رول لري دوی په دې اند دي؛ چې په لیمو کې موجود ویټامینونه کولی شي چې د بدن معافیت سیسټم ته وده ورکړې او د ویروس انتاناتو سره مبارزه وکړې.
د دې ترڅنګ د لیمو اوبه ستاسو لید ته وده ورکوي، د معلوماتو پر اساس د لیمو اوبه کولی شي چې ستاسو د سترګو نظر پیاوړی کړې او له دې سربېره د لیمو اوبه کولی شي چې د سترګو ډېری ناروغیو څخه مو وژغوري.
کارپوهان وایي، د لیمو اوبو څښل د ستوني درد لپاره هم ښه دي او د ستوني اړوند نورو ستونزو څخه مخنیوي کې هم مهم رول لوبوي.