کور پانه / لوبې / د لنکا پریمیر لیګ دوېم پړاو لپاره اتو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې

د لنکا پریمیر لیګ دوېم پړاو لپاره اتو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې

د سریلانکا هېواد مشهوره تجارتې کریکټ سیالیو دوېم پړاو لپاره ۸ افغان لوبغاړو خپل نومونه ثبت کړې دي. له افغان لوبغاړو څخه سربېره نورو مشهورو کریکټرانو هم دغه لیګ کې د لوبېدو لپاره خپل نومونه ثبت کړې دي.

د معلوماتو له مخې چې په افغان لوبغاړو کې د ملي لوبډلې پخوانی کیپتان اصغر افغان، محمد شهزاد، قیس احمد ، نوین الحق، عثمان غني، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی او نجیب الله ځدراڼ شامل دي.

له بلې خوا په بهرنیو لوبغاړو کې دا ځلې یوسف پټان، شکیب الحسن، جېمز فالکونر، عثمان خواجه، مورن مورکل او نورو ډیرو خارجي لوبغاړو نوم لیکنه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې د سریلانکا هېواد دوهم پړاو لنکا پریمیر لیګ سیالۍ به د روانې جولای میاشتې په ۳۰ مه نېټه پیل شي او تر بلې اګسټ میاشتې تر ۲۲ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

هېره دې نه وې چې تر اوسه پورې د لنکا پریمیر لیګ د لوبغاړو د پېر مراسم لپاره کره نېټه نه ده څرګنده شوې.

. كاروان

دا هم ولولئ

افغانستان کې لوبغاړي له ولسمشره محترم بلل کېږي خو ځینو یې د هېواد پاسپورټ ایسته غورځولی- جعفر هاند

نه مې غوښتل چې د «افغانستان د کرکټ د ځینو لوبغاړو په اړه د ځینو …