د پښتورګو د ناروغیو ځینې ډولونه شته دی چې معمولاً په پام کې نه نيول کېږي او له پامه غورځول کېږي؛ مګر همدا کوچنۍ ستونزې د دې لامل ګرځي چې سترې ستونزې وزېږوي.
دلته د پښتورګو د ناروغۍ په تړاو غږېږو چې د کومو لاملونو له کبله د پښتورګو ناروغۍ رامېنځته کېږي؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره ځینې معلومات تاسې ته وړاندې کوو.
د پښتورګو د ناروغۍ نښې نښانې:
په پیشاب (تشو میتازو) کې تغیرات
که چیرې پیشاب یا تشې میتازې یو څه ډیر ځله راشي او یو قوي بوی ولري او یا هم د میتازو رنګ سور یا کوم بل ډول وي نو دا نښه بیا د پښتورګو د ستونزې څخه ممکن واوسي.
د کمزورتیا احساس
که په پرله پسې ډول یو څوک د سر درد، تنده او بې خوبۍ ستونزه ولري نو نوموړی کس باید یو ځل ډاکټر ته ورشي او د خپلې ستونزې په تړاو دې ورسره وغږېږي او ددې ترڅنک دې د خپل ځان معاینه هم وکړې. ډیری وخت د پښتورګو درد هم د یادې ناروغۍ ښکارندوی کوي.
پړسوب
ډېر کله پړسوب هم د پښتورګو د ناروغۍ لامل کېږي. چې دا پړسوب تر ډېره په لاسونو، زنګون او پښو کې پېښيدلی شي. که چیرې د دې زیان ډېر وي نو حتی سږو ته هم ضرر رسولی شي.
حل لاره او درملنه یې:
اوبه – د امکان تر حده زیاتې اوبه وڅښئ.
ورځنې فعالیتونه – له سګریټو څخه ځان وساتئ او په ورځینو فعالیتونو باندې ځان بوخت وساتئ.
سړه خواړه – له سړو خواړو څخه ډډه وکړئ او تازه سبزیجات وخورئ.
د خواړو رژیم ـ د خپلو خواړو په ورځني رژیم کې معتدل اندازه پروټین ، کاربوهایدریټونه او معیاري غوړ وخورئ.
د شپې خواړه ـ د شپې له لوري هڅه مه کوئ چې زیات خواړه وخورئ بلکې مناسب خواړه وخورئ.