کور پانه / ادب / روغتیا / څنګه له یخچال څخه بد بوی لرې کړو؟

څنګه له یخچال څخه بد بوی لرې کړو؟

فرج (یخچال) یوه هغه آله ده، چې د تودوخې انسولیس لري دا آله د بهر له تودې هوا څخه خپل دننه ته په اوتوماتیک ډول لپاره یخه هوا لیږدوي. تر دې دمه پورې د یخچال په جوړښت کې مختلف ډولونه د خرڅلاوو لپاره بازار ته وړاندې شوې دي.

یخچالونه غالباً د خواړو ، درملو او د نورو زیان منونکوو توکو ساتلو لپاره کارول کېږي. پخوا به چې یخچالونه نه وه نو انسانانو به د خواړو د ذخیره کولو لپاره د ځمکې لاندې چشمې ، څاګانې ، یا غارونه ویستل او ګټه به یې ور څخه پورته کوله.

مګر په ۱۱ مې پیړۍ کې ، ایراني ساینس پوه ابن سینا یخچال ایجاد کړ چې دا د ټېکنالوژۍ په دونیا کې یو ستر نوښت وه له بلې خوا لومړی پیژندل شوی مصنوعي یخچال په ګالسکو پوهنتون کې د ویلیم کالین لخوا په ۱۷۴۸ م کال کې پرانیستل شو.

دا چې په اوسني عصر کې یخچال یو زیات کاریدونکی توکی دی، نو مونږ هم پر همدې بنسټ دا ځانګړې مقاله د دې لپاره چمتو کړې ده، چې څنګه له یخچال څخه بد بوی لرې کړو؟ د دې ستونزې د حل لپاره د کاروان وېبپاڼې دا ځانګړې مقاله ولولئ.

له یخچال څخه د بد بوی له مینځه وړلو لپاره آسانه تګلارې:

• خواړه او څښاک په یخچال کې جلا ـ جلا وساتئ ترڅو یخچال له بد بوی څخه په امن کې پاتې شي.

• سبزیجات ، میوې او غوښه وغيره. د شيدو او اوبو بوتلونو څخه لرې وساتئ ، که نه نو دا چاره د بد بوی لامل کیدای شي.

• باید په هرو ۱۵ ورځو کې یخچال دننه او بهر پاک کړئ.

• د یخچال د بد بوی د لرې کولو لپاره ډول ـ ډول سوډا او یا هم پوډر وکاروئ.

• دغه راز په یخچال کې د زیات بوی لرونکوو توکو کېښودو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې دا چاره هم په یخچال کې د بد بوی رامېنځته کېدو خطر لري.

. كاروان

دا هم ولولئ

په ښي اړخ د ویده کیدو ګټه-څېړنه

دخوب په اړه نوې ترسره شوې څېړنه لیکي : په ښي اړخ خوب دا ګټه …