کور پانه / عمومي مالومات / هغه تونل چې زاړه او له کاره لوېدلي قرانکریمونه ورکې خوندي کېږي

هغه تونل چې زاړه او له کاره لوېدلي قرانکریمونه ورکې خوندي کېږي

د کویټې په څنډه کې د چیلتان غرونه ولاړ دي ، کوم چې یو راز لري!  د دې غرونو په مینځ کې ، جبل نور القرآن په نامه یوه غونډۍ ده چې تر سلو ډېر تونلونو پکې جوړ شوې چې یو میل اوږدوالی لري.  په هرصورت ، دا کوم عادي غر نه دی ، ځکه چې پدې غره کې د ټول پاکستان څخه د قرانکریم زرګونه زاړه او زیانمن شوي نسخې ساتل کېږي. دغه غره ته د جبل النور غره نوم ورکول شوى کوم چې په سعودي عربستان کې موقعت لري چرته چې د حرا غار موقعت لري په کوم ځاى کې چې حضرت محمد (ص) د الله ج له لوري لومړیۍ وحیه ترلاسه کړه  او ډیری وختونه به هم هلته اوسېده.

په جبل النور القران کې پنځه بلاکونه دي؛  هر بلاک کې له 10 څخه تر 15 پورې لوى تونلونه او نور ډېر فرعي تونلونه شتون لري.  هر تونل 7 فوټه لوړ او  ۸ فوټه پلن دی. وروستي څلور بلاکونه اوس مهال سيل کړاى شوي ځکه چې دوی په بشپړ توګه ډک شوي. خو بلاک A د لیدونکو لپاره خلاص دی.  دلته یو کتابتون او د نارینه او ښځینه لپاره جلا د لمانځه خونې شتون لري.  په تونل کې دننه لار په غالۍ پوښل شوې او د تونل دواړو خواوو ته رنګارنګ بورۍ چې د قرآن کریم په زړو او شلېدلو نسخو  ډکې دي لېدل کېږي.

په سلهاو او زرهاو لیدونکي د دې ځانګړي او سپيڅلي ځای لیدو لپاره راځي ، ځکه چې دا واقعیا د حیرانتیا وړ ځاى ده.  د دې ځاى ليدلو لپاره تر ټولو ډېر ليدونکي د جمعې په ورځ راځي چې شمیر يې تر 200 پورې رسېږي.

د قران کريم د زړو او له کاره لوېدلو نسخو لپاره دوه لارې کارول کيداى شي چې يا يې دفن کړي او يا په سيند يا بحر کې خوشې کړي ځکه د اوبه څپې د قران پاک رنګ له مينځه وړي.  حاجی میر عبد الصمد لیهري په لومړي میتود کې دخیل و ، چې ورور يې حاجي عبدالرشید لهيري یې هم ملاتړ کاوه.  وروسته بیا دوی د دوو نورو کسانو سره یوځای شول  الله نور داوي او حاجی مظفر علي ، او په پایله کې دا د الله نور داوي نظر و چې غوره به داوي چې دا نسخې بايد په خوندي ځاى کې وساتل شي.

او په همدې توګه د 1992 م کال په مارچ کې ، د تونلونو د کیندلو پروسه پیل شوه.  د تونلونو کېندل په بشپړ ډول د لاس په واسطه ترسره شوي. څنګه چې دغه ځمکه ډېره وچه او ډبرينه ده ، د 200 فوټ تونل په کېندلو کې له 4 څخه تر 5 میاشتو پورې وخت نیسي.

په کویټه کې دوه موټرونه د قرانکريم د له کاره لوېدلو نسخو د راټولولو لپاره کارول کیږي.  همدارنګه په ټول ښار کې د وسپنې بکسونه ځای په ځای شوي ، تر څو خلک زاړه قران شريفونه هلته ځاى پر ځاى کړي.

په لومړي سر کې هر یو کاپي ذخیره کیده ، مګر ډیر ژر روښانه شوه چې دا به امکان ونلري ، اوس ټولې نسخې د ترتیب کولو برخې ته راوړل کېږي او بیا په لاندې کټګوریو کې طبقه بندي کیږي.

د کارولو وړ: د کارولو وړ توکي په کتابتون کې ساتل شوي پداسې حال کې چې هغه څه چې ډیر لږ او ارزښتناک دي په شيشه يې ويترين کې د نندارې لپاره ساتل شوي. چې ځینې ​​یې د 300 څخه تر 500 کلونو پخوانۍ د قران شريف نسخې  دي چې ډیری یې په لاس لیکل شوي دي.

د بیا رغونې وروسته د کارولو وړ: هغه نسخې چې د ترميم وړ وي بیرته ترميمېږي او فی سبیل – لله بېوزلو یا جوماتونو او تعلیمي موسسو کې توزیع کیږي.  تر دې دمه د قران شريف درې لکه نسخې توزيع شوي دي.

او هغه نيسخې چې بيا کارول کیدی نشي: البته دا هغه دي چې په بوریو کې زیرمه شوي.

د ۲۰۰۰م کال په اګست کې ، جبل نور القرآن د مرستې ترلاسه کولو په هيله د بلوچستان حکومت سره ثبت شو؛  بدبختانه دوی د پاکستان حکومت یا کومې بلې ادارې څخه هیڅ ترلاسه نه کړل . په دې توګه دا په بشپړ ډول د لاندې ذکر شويو کسانو په شخصي بودیجې او د خلکو لخوا پرمخ وړل کیږي.

مشر – حاجی میر عبدالصمد لیهاری.

د مشر مرستیال – ښاغلی  ظهور احمد.

عمومي منشي – حاجی عبدالرشید لاری.

ګډ سکرتر – ښاغلی.  ولید احمد.

د مالي سکتور او سایټ مسؤل – حاجي مظفر علي.

هره میاشت دوی شاوخوا 10 لارۍ د قرانکریم او نورو توکو لکه اسلامي کتابونو او ورځپاڼو چې د قرآني آیتونو په درلودلو ډکېږي ترلاسه کوي.  له همدې امله دوی اوس د ځای د کمښت سره مخ دي ترڅو ټول هغه څه زیرمه کړي چې دوی یې راټولوي.

. كاروان

دا هم ولولئ

که غواړئ د سترګو دید مو کم نه شي حتما یې ولولئ!

له شک پرته مونږ په اګاه یا نا اګاهانه ډول داسې عادتونه خپل کړي چې …