کور پانه / لوبې / هند لیګ / د مایانګ اګروال ښیې توپ وهنې بیا هم پنجاب کېنګز لوبډله له ګټې بیغمه کړه

د مایانګ اګروال ښیې توپ وهنې بیا هم پنجاب کېنګز لوبډله له ګټې بیغمه کړه

د مایانګ اګروال ښیې توپ وهنې بیا هم پنجاب کېنګز لوبډله له ګټې بیغمه کړه

د هندوستان سوداګرېز کریکټ لیګ په دوام تېر ماښام پنجاب کېنګز لوبډله له ډهلي کپټلز لوبډلې سره مخ شوه چې په پایله کې پنجاب کېنګز لوبډلې د مایانګ اګروال له ښیې توپ وهنې سربیره بیا هم ماتې وخوړله.

د لوبې په پیل کې پچه ډهلي کپټلز لوبډلې وګټله او لومړی یې پنجاب کېنګز لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. پنجاب کېنګز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۶ منډې وکړې.

د پنجاب کېنګز لپاره توپ وهنه کې مایانګ اګروال ۹۹ ناسوځیدلې منډې وکړې او تر نورو ښه وځلېد. د ډهلي کپټلز له لوري توپ اچونه کې کاګېسو رباډا ۳، اوېش خان او اکسیر پټیل ۱-۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د پنجاب کېنګز له لوري ټاکل شوې هدف ته په ځواب کې ډهلي کپټلز لوبډلې خورا ښه پیل ورکړ او هماغه وه چې یاد هدف یې په ۱۷.۴ اورنو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ او کړ او پنجاب لوبډلې ته یې د ۷ ویکېټو په توپېر ماتې ورکړه.

د ډهلي کپټلز له لوري توپ وهنه کې شیکر دهوان ۶۹ او پرتیوی شاه ۳۹ منډې وکړې. د پنجاب کېنګز له لوري توپ اچونه کې بیا کرېس جورډن، هارپریت برایر او ریلی میرډیتم هر یوه ۱-۱ لوبغاړی وسوځوه.

. كاروان

دا هم ولولئ

ای پي ایل: چينای، ډهلي ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه

د هند غوره لیګ یا ای پي ایل سیالیو په لړ کې اوس مهال د …