کور پانه / ادب / روغتیا / هغه ۴ جدي ستونزې چې د خوب کمښت له امله رامنځته کېږي

هغه ۴ جدي ستونزې چې د خوب کمښت له امله رامنځته کېږي

ليکنه:نعمت الله مقبول

۱ـ روحي او رواني ناروغیو لامل کېږي

څېړنو ثابته کړې چې خوب او رواني روغتیا له یو او بل سره تړلي دي. هغوی چې ذهني فشار، اندیښنې او انګزایټي اضطراب لري د دې احتمال شته چې د خوب له کموالي سره مخ شي، نو که د ورځې له لوري مو په وړو وړو خبرو غوسه راتله، ﻃﺒﻌﻪ ﻣﻮ ﺑې ﺩﻟﯿﻠﻪ ﺧﺮﺍﺑﻪ ﻭﻩ ﺍﻭډﻳﺮ ﺣﺴﺎﺱ ﻭﺉ، ﭘﻮﻩ ﺷﺊ ﭼې ﺧﻮﺏ ﻣﻮ ﭘﻮﺭﻩ ﻧﻪ ﺩﯼ ﺍﻭﻣﺨﮑې ﻟﻪ ﺩې ﭼې ﮐﯿﺴﻪ ﺩﺭﻧﻪ ﻭﺭﺍﻧﻪ ﺷﻲ ښه به دا وي چې ﺧﭙﻞ ﺧﻮﺏ ﭘﻮﺭﻩ ﮐړﺉ.

۲ـ بې خوبي پر مخ د بخار راختلو لامل کېږي

که غواړئ مخ مو له دانکیو، بخارونو او ځاني دانو څخه په امان وي نو حتمن مو خوب پوره کړئ.
څېړنې ښایي، ﮐﻪ ﭘﻮﺭﻩ ﺍﻭ ﺁﺭﺍﻡ ﺧﻮﺏ ﻭﻧﻪ ﮐړﺉ، ﻧﻮ ﺑﺪﻥ ﮐې مو ﺩ ﮐﻮﺭﺗﯿﺰﻭﻝ ﭘﻪ ﻧﻮﻡ ﺩ ﺳټﺮﯾﺲﻫﻮﺭﻣﻮﻥ ﺯﯾﺎﺗﯿږﻱ ﭼې ﺩﺍ ﻫﻮﺭﻣﻮﻥ ﺗﺮ ډﻳﺮﻩ ﭘﻪ ﻣﺦ ﺍﻭ د بدن په ﻧﻮﺭ برخو ﺩ ﺩﺍﻧﻮ ﺍﻭ ﺑﺨﺎﺭﻭﻧﻮ ﺩ ﺭﺍﻭﺗﻠﻮ ﺳﺒﺐ ﮐﯿږﻱ. ﻧﻮ ﮐﻪ ﭘﺮ ﻣﺦ ﻣﻮ ﺩﺍﻧﻮﮐۍ ډﯾﺮې ﺷﻮې، نو پوه شئ چې خوب مو پوره نه دی او د خوب په سیستم کې مو ستونزې شته دي.

۳ـ د توجو او تمرکز نشتوالی

د بې خوبۍ بله نښه د تمرکز نشتوالی دی، تاسو کېدای شي له ژوند سره د تړاو نه لرلو احساس وکړئ او د کار ځای سره مو لېوالتیا لمنځه تللې وي. ﮐﻠﻪ ﭼې ﮐﺎﺭ ﮐﻮﺉ، ﭘﺮ ﮐﺎﺭ ﺧﭙﻞ ﺗﻤﺮﮐﺰ ﭘﻪ ﺍﺳﺎﻧۍ ﻧﻪ ﺷﺊ ﺭﺍټﻮﻟﻮﻟﯽ ﺍﻭ ﺩﺍ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ ﺩﺍﺳې ﺍﺣﺴﺎﺱ ﺩﺭﮐﻮﻱ ﭼې ﺑﺎﯾﺪ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﮐﺎﺭﻩ ﻟﺮې ﻭ ﺍﻭﺳﺊ چې دا ټول ﻫﻢ ﺩ ﮐﻢ ﺧﻮﺑۍ ﯾﻮﻩ ﻧښې ﮐﯿﺪﺍﯼ ﺷﻲ.

۴ـ بې خوبي په کار کې د تولید کمښت لامل کېږي

که چېر ته بې خوبه اوسئ او کار ځای ته ولاړ شئ، نو په کار کې به مو تولید او لاس ته راوړنه د نورو ورځو په پرتله کمه وي.

. كاروان

دا هم ولولئ

 پوهان: سپورټ مو سټرس او خپګان کموي

په اونۍ کې درې ځل  ورزش او فزیکي تمرین 16%  دخپګان مخه نیسي څومره ،چې …