کور پانه / لوبې / استراليا هندوستان ته د ۳۹۰ منډو هدف وټاکه

استراليا هندوستان ته د ۳۹۰ منډو هدف وټاکه

د استراليا او هندوستان لوبډلو تر منځ د سريز دوهمې لوبې لمړۍ پاڼۍ ترسره شوه چې استراليا يو ځل بيا پدې وتوانېده چې سيالې لوبډلې ته يو ستر هدف وټاکي.

د لوبې پچه استراليا لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، استراليا د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په تاکل شوو پنځوس اورونو کې ۳۸۹ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۳۹۰ منډو هدف ورکړ. چې له ډلې يې ډيوډ وارنر ۸۳ منډې، ارون فېنچ ٦۰ منډې، ستېو سمېت ۱۰۴منډې، مارنوس ۷۰منډې، او ګلن ماکسويل بيا ٦۳ ناسوځيدلې منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې يو ستر هدف وټاکه.

د توپ اچونې په برخه کې د هندوستان لپاره محمد شامي په نهو اورونو کې ۷۳ منډې ورکړې او يوه وېکټ يې تر لاسه کړه همداراز بومره په لسو اورونو کې ۷۹ منډې ورکړې او يوه وېکټ يې تر لاسه کړه او هارديک پانډيا بيا څلور اوره ترسره کړل ۲۴ منډې ورکړې او يوه وېکټ يې ترلاسه کړه او ډېوډ وارنر رن اوټ شو نو له دې سره استراليا د څلورو وېکټو په زيان ۳۹۰ منډو هدف وټاکه.

د پادولو وړ ده چې د درې لوبو دغه لړۍ لمړۍ لوبې استراليا ګټلي او د سيرېز دويمه لوبه نن د دواړو لوبډلو تر منځ روانه ده د لوبه دويمه پاڼۍ به په څو شېبو کې د هند د توپ وهنې سره پيل شي او د دويمې پاڼۍ مالومات به د لوبه په پاى کې خپاره شي.

. كاروان

دا هم ولولئ

نړیوال جام کې نن د اسټرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ پایلوبه ده

د ای سي سي کرکت شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې به نن …