کور پانه / ادب / روغتیا / هغه خواړه (چې جن سي) ځواک زیاتوي

هغه خواړه (چې جن سي) ځواک زیاتوي

هره واده شوې جوړه دا هیله لري چې د دوئ ګډ ژوند سالم او له جن سي اړیکې څخه برخمن وي، او غواړي چې تل له رواني او فزیکې روغتیا څخه برخمن وي.

د ډېری وګړو ژوند د دوئ پر ګډ ژوند او واده باندې بده اغېزه کوي؛ چې ممکن لامل یې د جن سي ځواک کمزورتیا وي. د جن سي ځواک کمزورتیا ممکن د بې خوبۍ، سګرېټ څښلو او یا هم د مخدره توکو د استعمال له امله وي. څنګه د دې ستونزې مخنیوی کولی شو؟

پالک

پالک چې یو ډول شنه سبزې ده دا سبزي له فولیک اسید ، زنک ، اوسپنې او انټي اکسیډنټونو څخه بډایه ده. نو که غواړئ چې ستاسې جن سي ځواک زیات شي او جن سي اړیکه مو وده ومومي نو په خپل رژیم کې پالکو ته لومړیتوب ورکړئ.

پیاز

پیاز چې زیاتره په خواړو کې د ذایقې د خوند جوړولو لپاره کارول کېږي له دې سربېره، پیاز د جن سي ځواک د زیاتوالي لامل هم کېږي. د څېړنو پر بنسټ پیاز د سپرم د زیاتوالي لامل کېږي او جن سي وړتیا لوړوي.

رومي

رومي چې ګڼې روغتیایې ګټې لري د نورو ګټو ترڅنګ رومي هم د جن سي ځواک په لوړولو کې کلیدي رول لري او کولی شي چې زمونږ جن سي ځواک ته وده ورکړې په رومي کې یو ډول ځانګړې اجزا شتون لري چې کولی شي زمونږ جن سي ځواک غښتلی کړې.

تور چاکلیټ (ککو)

تور ککو (چاکلیټ) په مغز کې د سیرټونین او ډوپامین دواړه کچه ډیروي ، موږ خوشحاله کوي او زموږ د فشار کچه ټیټوي چې دواړه د جن سي ځواک په ډیریدو کې مثبت رول لوبوي.  بله تیوري دا ده چې تورککو د شریانونو له لارې د وینې جریان ډیروي او د وینې رګونه آراموي او بدن ټولوسیمو ته په ښه توګه وینه لیږدوي. چې له همدې امله د جن سي ځواک د پیاوړتیا لامل کېږي.

هوګه

هوګه ایلیسین لري ، کوم چې په بدن کې تودوخه رامینځته کوي او د ټیسټورسټون ډیروالي لپاره ثابت شوي چې دا د جن سي قوت لپاره ګټور دي، او د بدن جوړونکي دا د عضلاتو د ودې لپاره هم کاروي.

. كاروان

دا هم ولولئ

 پوهان: سپورټ مو سټرس او خپګان کموي

په اونۍ کې درې ځل  ورزش او فزیکي تمرین 16%  دخپګان مخه نیسي څومره ،چې …