کور پانه / عمومي مالومات / څنګه د دندې د ترلاسه کولو لپاره اغېزناکه مرکه وکړو؟

څنګه د دندې د ترلاسه کولو لپاره اغېزناکه مرکه وکړو؟

کاروان وېبپاڼه – که تاسې په کومه کپمنۍ/شرکت کې د دندې اخیستو په لټه کې یاست؛ نو له دې وړاندې ځینې تګلارې باید په پام کې ونیسئ چې دا تګلارې به له تاسې سره په اغېزناکه مرکه کې مرسته وکړې. د دندې اخیستو لپاره وړاندې له دې چې مرکه وکړئ کوم شیان باید په فکر کې وساتو؟ د بریالۍ مرکې لپاره باید کوم ګامونه واخلو؟ دلته د دغو پوښتنو په څېر ورته پوښتنو ته ځوابونه پیدا کوو، تاسې د کاروان وېبپاڼې دا ځانګړې مقاله تر پایه پورې ولولئ.

د شرکت په اړه پلټنه وکړئ

که چیرې تاسې د یو شرکت لپاره غواړئ دنده باندې پیل وکړئ او هلته د دندې اخیستو لپاره مرکه کوئ، نو له دې دمخه تاسو هڅه وکړئ چې د یاد شرکت اړوند ټول معلومات په کافي اندازه لاسته راوړئ او د دوی د ماموریت او پالیسۍ په اړه ځان وپوهوئ.

وخت په پام کې ونیسئ

کله چې تاسو له یوې کمپنۍ سره مرکه لرئ نو هغوئ تاسې ته یوه ځانګړې ورځ، نېټه او وخت څرګندوي چې په دې وخت باید ورشئ؛ مګر تاسې هڅه وکړئ چې له ټاکلې وخت څخه یو لس دقیقې مخکې نوموړي ځای ته ځان ورسوئ، چې دا چاره ستاسو د وخت په پابندۍ باندې دلالت کوي.

ښه انرژې ولرئ

له دې وړاندې چې تاسو د مرکې لپاره حاضر شئ نو لومړی با انرژې اوسئ او ځان ته ډاډ ورکړئ چې تاسو یې کولی شئ د دې ترڅنګ موسکا له یاده مه باسئ او پر ځان ډېر فشار مه راوړئ له سیال لوري سره مستقیماً د سترګو اړیکه وساتئ د سترګو اړیکه ډېره کلیدي او حیاتي ده که چیرې تاسې د شرم احساس کوئ او له دې کار ډډه کوئ نو ستاسو د ناکامۍ زیات امکان ممکن پیدا شي.

د بدن ژبه (باډي لنګويج) سمه وکاروې

که چیرې تاسې په خوله سمې خبرې وکړئ او د بدن ژبه په ناسم ډول وکاروئ نو دا چاره به ستاسو پر نامسلکیتوب باندې دلالت وکړې او تر ډېره حده د دې امکان شته چې تاسو په مرکه کې ناکامه شئ، نو مهمه ده چې دا تګلارې په بشپړ ډول په پام کې ونیسئ.

. كاروان

دا هم ولولئ

څنګه وېره له منځه یوسو؟

هر څوک کله نا کله ډار/وېره تجربه کوي. ډار کولی شي چې احتمالي ډول باندې …