کور پانه / عمومي مالومات / څنګه وېره له منځه یوسو؟

څنګه وېره له منځه یوسو؟

هر څوک کله نا کله ډار/وېره تجربه کوي. ډار کولی شي چې احتمالي ډول باندې خطرناک حالتونه رامېنځته کړې او ممکن ستاسو ارامښت له منځه یوسې.

هغه ډله خلک چې پر ویرې برلاسي دي د هغو خلکو په پرتله ګړندي ډول باندې مخکې تګ کوي چې له ویرې سره لاس او ګریوان دي؛ وېره داسې یو څیز دی چې ممکن له کبله یې زمونږ ورځنی ژوند ګډوډ شي او ورځنۍ چارې مو له خنډ او ځنډ سره د ویرې له کبله مخ شي.

د کاروان وېبپاڼې دا ځانګړې مقاله (څنګه وېره له منځه یوسو؟) په دې باندې تمرکز کوي چې له ویرې سره څه ډول مبارزه وکړو او څه ډول په خپلو ورځنیو فعالیتونو کې د ویرې احساس ونه کړو؟ د دې ځانګړې مقالې په دوام به هغه لارې چارې تاسې سره شریکې کړو، چې په مرسته یې د ویرې تاثیرات کم کړو.

۱- غلط باورونه وپېژنئ

ډېری وخت وېره د غلطو او ناسمو باورونو له امله رامېنځته کېږي نو پر همدې اساس هڅه وکړئ چې غلط او ناسم باورونه درک کړئ ترڅو تاسې د ویرې احساس ونه کړئ.

د خپل فکر په اړه پلټنه وکړئ ځکه ډېر کله وېره د ناسمو فکرونو له وجې هم رامېنځته کيدای شي او له دغو ناسمو فکرونو څخه وېره سرچینه اخلي، دا چې وېره له منځه یوسو نو مهمه ده چې په خپلو ناسمو باورونو باندې باور ونه کړو او نه هم باید په منفې افکارو تمرکز وکړو.

۲- د استراحت تخنیکونه زده کړئ

کله چې له ویرې سره مخ شوئ نو هماغه مهال د استراحت له تخنیکونو څخه ګټه واخلئ ځکه دا چاره تاسې ته ډاډ او هیله دربښې؛ د ارواپوهانو پر وېنا چې د استراحت تخنیک تر ټولو غوره تګلاره دا ده چې په پرله پسې ډول ژوره ساه واخلو.

خپل تنفس باندې تمرکز وکړئ او په هره ساه اخیستو سره حساب پیل کړئ یعنې: څلور ثانیې ساه واخلئ، بیا څلور ثانیې تنفس وکړئ، چې دا چاره تاسو سره د ویرې پر وړاندې ارامه کېدو کې کلیدي رول لوبوي تاسې کولی شئ چې خپله ساه تر شپږو ثانیو پورې هم اوږده کړئ.

۳- وېره د فرصت په ډول وبولئ

هغه کسان چې وېره احساسوي دا ډول وګړو کې یې ډېری ځینې نیمګړتیاوې په خپل کار کې لري چې له همدې کبله دوئ وېره احساسوي، څنګه وېره د فرصت په ډول وبولو؟ معلومه کړئ چې تاسو له څه وېره لرئ او ولې د ویرې احساس کوئ.

کله چې مو دا درک کړه نو بیا د دغې ویرې د له منځه وړلو لپاره حللارې ولټوئ او دا ومومئ چې څنګه خپلې نیمګړتیاوې بشپړې کړئ او څنګه د ډار یا ویرې مخنیوی وکړئ.

. كاروان

دا هم ولولئ

دغه کسان دې پیاز نه خوري!

که څه هم پیاز د زړه ناروغیو په مخنیوي کې بنسټېز رول لري خو د …