کور پانه / عمومي مالومات / جالب / هغه څاه چې یمنیان یې د جهنم تل بولي

هغه څاه چې یمنیان یې د جهنم تل بولي

د یمن ختیځ المهرة¬ ولایت په صحرا کې د برهوت په نامه یوه داسې څاه شتون لري چې په اړه یې بېلابېلې افسانې او کیسې ویل شوې ان ځیني خلک په دې اند دي چې دا څاه په اصل کې د پېریانو استوګنځای دی.

د فرانس پریس هغه راپور کې چې د دې څاه په اړه یې خپور کړی د یادې څا ژوروالی له ۱۰۰ تر ۲۵۰ مترو او سور یې نږدې ۳۰ متره ښودل شوی دی.

راپور کې د جیولوژي او کانونو سیمه یزې ادارې مشر صلاح بابحیر له قوله لېکل شوي چې دوی لا نه دې تواندیدلې وپوهېږي د یادې څا په پنځوس متره ژوروالې کې څه دي ځګه په وینا یې تر دې نقطې پورې اکیسیجن شتون نه لري.

ښاغلي بابحیر زیاته کړې چې د یادې څا له تل څخه ډېر ګنده بویونه راخېژي او تل ته یې د لمر وړانګې هم نه رسېږي خو د خولې تر غاړو یې ځېني مرغان لیدل کېږي.

((د څا منځ کې مو ځینې ناشنا څیزونه او ډېر بد بوی حس کړل چې هېڅ پرې پوه نه شوو، هلته وضعیت ډېر بل ډول و.))

دغه څا چې عمر یې څو میلونه کاله اټکل شوی د پېړیو په اوږدو کې داسې کیسې هم رانقل شوي چې ګواکې دغلته پېریان ژوند کوي.

ویل کېږي چې د دغې سیمې ځېنې خلک له دې ډاره چې پېریان ورته زیان ونه رسوي د څا په اړه هیڅ هم نه وایی.

خو بابخیر په خپلو خبرو کې ویلي چې د دغې ناڅرګندې څا تل ته رسیدل اړین دي.

. كاروان

دا هم ولولئ

اسټرالیا کې یوې ښایسته پېغلې له ځان سره واده وکړ!

د اسټراليا په سيډني کې یوې ښایسته پېغلي چې څو کاله وړاندې له یو هلک …