ایټالیوي څېړونکو د هغو نویو څېړنو په ترڅ کې چې پر خوراکې توکو یې ترسره کړې ومندله چې ترخه خواړه خوړل د عمر ډیروالي لامل کیږي.
یادې څېړنې چې د ایټالیا هېواد په ۸۱۱ زره او ۲۲ کسانو تر سره شوې وښودله چې هغه کسان چې په یوه اوونۍ کې څلور ځله ترخه خواړه کاروي د مرګ خطر یې ۳۴ سلنه او د زړه ناروغۍ له امله مرګونه ۲۳ سلنه کموي.
دغه لاسته راوړنې یواځې د ایټالیا اوسېدونکو لپاره نه دي بلکې په ټوله نړۍ کې لکه څرنګه چې د امریکا متحده ایالاتو او چین هېوادنو کې څېړنې تر سره شوې وې وښودله چې د مرچو کارونه پرته له هغو کسانو څخه چې الکل او سیګریټ کاروي د مرګ خطر کموي.
مرچ په خپل ځان کې د « کاپسيسین » په نوم ترکیبونه لري چې د روغي سټي لپاره ګټور دي او یاد ترکیبونه په تقریبا ټولو مرچو کې شته دي.
دغه ايټالوی څېړني وایې په ايټالیا کې د وروستیو مړیونوپه ډیروالي او کموالي کې د مرچو کارونې سره مستقیمه اړیکه لري.