کور پانه / ادب / روغتیا / د آم جوس؛ او حیرانوونکې ګټې یې، د کولیسټرول کچه هم ټیټوي
health benefits of mango juice

د آم جوس؛ او حیرانوونکې ګټې یې، د کولیسټرول کچه هم ټیټوي

آم چې د دوبي یوه خوندوره مېوه بلل کېږي او خلک یې په ډیرې لیوالتیا سره خوري. آمونه نه تنها ښه خوند او ذایقه لري بلکې خورا زیاتې روغتیایې ګټې هم لري.

مونږ په دې ځانګړې مقاله کې د آم د جوس په تړاو غږېږو او دلته یې تاسو درنو لوستوونکو ته ګټې بیانوو. دا چې د آم جوس کومې جالبې ګټې لري دلته یې ولولئ.

د آم جوس او ګټې یې:

د آم جوس د سرطان څخه په مخنیوي کې مهم رول لري او کولی شي چې د سینې، معدې او کولمو سرطان څخه مخنیوي کې مرسته وکړې.

د آم جوس د کولیسټرول کچه ټیټوي. په دې جوس کې په کافي اندازه ویټامین سي شتون لري چې پدې کې د انټي اکسیدونو او ویټامین سي ترکیب د کولیسټرول منظمولو کې مرسته کوي.

د وینې فشار مستحکم ساتي. د آم جوس یوه بله روغتیایې ګټه دا ده، چې زمونږ د بدن وينه مستحکم او منظمه ساتي په دې جوس کې پوټاشیم شتون لري چې پوټاشیم په خپله یو اجزا ده چې په بدن کې د مایع او د وینې فشار انډول ساتلو لپاره اړین بلل کیږي.

د آم جوس د وینې کمښت له منځه وړې. په بدن کې د وسپنې کمبود د انیمیا په ګډون د ډیری طبي ستونزو لامل ګرځي ، مګر د آم جوس ورځنی مصرف بدن ته د اوسپنې مقدار چمتو کوي ، همدغه راز د آم جوس د انیمیا ستونزې هم له منځه وړې او د دغې ناروغۍ خطر کموي.

د آم جوس پوټکي ته ښکلا ورکوي. د آم جوس یوه بله ګټه دا ده، چې پوټکي ته ښکلا او وده ورکوي. د دغه جوس څښل مو د جوانې دانو څخه هم په امن کې ساتي.

د یادولو وړ ده چې د آم جوس نورې ډیرې زیاتې روغتیایې ګټې هم لري چې ممکن د کاروان وېبپاڼې په راتلوونکو مطالبو کې یې یادونه وشي.

. كاروان

دا هم ولولئ

د خوږې بورې ترخه زیانونه!

بوره د خوړو یو ډول دی چې له ګنیو ترلاسه کېږي، د ګنیو تر څنګ …