کور پانه / خبرونه / سعودي عربستان د حج د ادا کولو پر مهال نوي مقررات اعلان کړل

سعودي عربستان د حج د ادا کولو پر مهال نوي مقررات اعلان کړل

سعودي عربستان یو هغه هېواد دی چې حج شریف او نور ستر دینې مرکزونه په کې شته دی، دغه هېواد ته هر کال د نړۍ له هر کونجه بې شمېره مسلمانان د حج د ادا کولو او د عمري د ترسره کېدو لپاره ورځي.

تازه د سعودي عربستان ځینو ورځپاڼو خبر ورکړی دی، چې د دغه هېواد حکومت د حج د ادا کولو پر مهال نوي مقررات وړاندې کړې دي؛ چې باید بهرني او ملکي وګړي یې په پام کې ونیسې.

د سعودي عربستان د ورځپاڼو د معلوماتو پر اساس په سعودي کې پرته له اجازې هېڅوک نه شي کولی، چې له سپیڅلو ځایونو څخه لیدنه وکړې.

د عربي رسنیو د راپورنو پر بنسټ که چیرې له دغو مقرراتو څخه چا سر غړونه وکړه نو د سعودي حکومت له لوري به ۱۰ زره ریاله جرېمه شي. د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند پر وېنا, دغه بندیز د جولای له ۵ مې نیټې څخه د جولای تر ۲۳ مې نیټې پورې نافذ شوی دی.

هېره دې نه وې چې سعودي حکومت په هغو ځایونو پرته له اجازې په ورتګ بندېزونه لګولي دي چې خورا نوموتي ځایونه دي چې په هغو ځایونو کې مسجد الحرام ، مزدلفه او عرفه پکې شامل دي.

. كاروان

دا هم ولولئ

وهاب ریاض: PCB دې ملي لوبډلې کې ماته د اړتیا لرلو یا نه لرلو پریکړه وکړي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی وهاب ریاض وایي، د یاد هېواد کرکټ بورډ غوراوي …