کور پانه / ادب / روغتیا / په شنه مرچک کې د ښې روغتیا ځانګړې رازونه پټ دي له ګټو يې ځان خبر کړئ

په شنه مرچک کې د ښې روغتیا ځانګړې رازونه پټ دي له ګټو يې ځان خبر کړئ

د کاروان وېبپاڼې پدې مقاله کې مو د شنو مرچکو په هکله ګټور مالومات راټول کړي نو هيله ده چې دا ليکنه تر پايه ولولئ او شنو مرچکو له روغتيايي ګټو ځان خبر کړئ.

شنه مرچ چې په خواړو کې د ذایقې برابرولو لپاره کارول کېږي او خواړو ته یوه ځانګړې ذایقه وربښې مګر شنه مرچ د دې ترڅنګ د ښې روغتیا لپاره هم خورا ګټور دي او د ښې روغتیا رازونه پکې پټ دي.

شنه مرچ چې یو ډول سبزې بلل کېږي چې دا سبزې له ویټامین سي څخه بډایه دي چې کولی شي زمونږ پوټکي ته وده ورکړې او زمونږ پوټکی تازه وساتي.

هغه میرمنې او نارینه چې پوټکی یې د کوم علت له مخې زیانمن شوی وي نو دا ډول وګړي باید په ټوله کې ویټامین سي لرونکي خواړه وخوري چې د هغو له جملې څخه شنه مرچ هم غوره بدیل دی.

شنه مرچ دغه راز له ویټامین A څخه هم بډایه دي چې کولی شي زمونږ د سترګو نظر ته وده ورکړې هغه میرمنې چې د سترګو نظر یې کمزوری وي کولی شي چې ويټامین A لرونکي خواړه وخوري چې شنه مرچ هم پکې شامل دي.

سربیره پردې ، شنه مرچ B6 ، مسو ، پوټاشیم ، اوسپنه ، کاربوهایډریټ او پروټین لري. په شنه مرچ کې موندل شوي ټول اجزا زموږ د ښې روغتیا تضمین دي. له همدې امله ، دا زموږ لپاره مهم ده چې پدې سبزیجاتو کې موندل شوي اجزاو څخه پوره ګټه واخلو او په ورځني خواړو کې یې وکارو.

شنه مرچ د انسان په بدن کې د معافیت سیسټم پیاوړی کوي. که د سلاد په توګه وکارول شي ، نو هضم ښه کوي. یادونه باید وکړو چې شنه مرچ هېڅکله باید د لاس په واسطه میده نه کړو دا باید په ماربل یا لرګیو باندې ټوټه ټوټه کړو ترڅو د خارښت څخه مخنیوی وکړي.

. كاروان

دا هم ولولئ

 پوهان: سپورټ مو سټرس او خپګان کموي

په اونۍ کې درې ځل  ورزش او فزیکي تمرین 16%  دخپګان مخه نیسي څومره ،چې …