کور پانه / ادب / روغتیا / د انګورو بېلابیل ډولونه او د بدن لپاره له روغتیایی ګټو یې خبر شئ
grapes

د انګورو بېلابیل ډولونه او د بدن لپاره له روغتیایی ګټو یې خبر شئ

انګور چې خورا خوندوره مېوه ده او الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب قرآن کې هم د دغې خوندورې ميوې یادونه کړې ده.

نو له دا څرګندېږي چې انګور د روغتیا لپاره خورا ښه مېوه ده او له مونږ سره په ښې روغتیا لرلو کې مرسته کوي، انګور یو له هغو میوو څخه دی چې له ویټامین ای ، ویټامین سي ، کلسیم ، اوسپنه او پوټاشیم څخه بډای دي. دلته مونږ د انګورو مخلتف ډولونه او د هغې ګټې درته بیانوو.

انګور او ګټې یې:

انګور د معدې په ناروغیو او زکام کې ډیر ګټور دي، انګور د مثانه د ناروغیو په درملنه کې خورا مهم دي، د انګورو کارول د زړه په درد کې خورا ګټور دي. که چیرې ناروغ هره ورځ انګور وکاروي نو هغه به ډیر ژر بشپړه روغتیا ترلاسه کړې.

د ښې روغتیا لپاره اړینه ده چې په ورځ کې دوه ځلې انګور وخورو. د کارپوهانو پر وېنا، انګورو کارول د ویښتو لپاره خورا ګټور دي همدغه راز د انګورو خوړل د اومیندوارو میرمنو لپاره هم خورا ښه دي او دا یې ماشوم ته هم ګټه رسوي.

تور انګور:

تور انګور په کالوري او ویټامین سي کې غني دی. پدې کې ګلوکوز ، مګنیزیم او سیتریک اسید هم شامل دي. د کارپوهانو پر وېنا چې د دې انګورو کارول مونږ له ډیری ناروغیو څخه ساتي.

که له یوې خوا د زړه ناروغي په نړۍ کې د مړینې عمده لامل دی. مګر له بلې خوا انګور د زړه په ناروغیو کې خورا ګټور دي.

سره انګور:

دا انګور په خپل ترکیب کې B6 ، اوسپنه ، پوټاشیم ، کلسیم ، سیلینیم ، مګنیزیم ، بویټونه لري ، دا یو انټي اکسیډینټ دی. سور انګور پوټکی سالم او قوي ساتي.

د دغې انګور خوړل د وینې په پاکولو کې مهم رول لري، له دې سربېره سره انګور د زړه بند شوي شریانونو په خلاصولو کې کلیدي رول لري.

. كاروان

دا هم ولولئ

د خوږې بورې ترخه زیانونه!

بوره د خوړو یو ډول دی چې له ګنیو ترلاسه کېږي، د ګنیو تر څنګ …