کور پانه / عمومي مالومات / جالب / جالبه: هغه وزه چې پنځه ښکره لري+ ويډيو

جالبه: هغه وزه چې پنځه ښکره لري+ ويډيو

ښایې تاسو درې ښکره لرونکي وزې لیدلې وي مګر په ورته وخت کې داسې یوه وزه چې پنځه ښکره لري چې دا ډېره جالبه ده، دا وزه نه یوازې پنځه ښکره لري بلکې خورا ښه ښکلا هم لري.

د پاکستان یوې انلاین انټرنیټې ورځپاڼې (هماري وېب) د پاکستان له یو هغه ښار څخه ليدنه کړې ده، چې په کې خورا ښکلي او ښایسته غواګانې او وزې شته دی چې د دغو وزو له منځه په دغه ښار کې داسې وزې هم وې چې پنځه ښکره لري.

په ویډیو کې لېدل کېږي چې په دغه ښار کې دوه، درې، څلور او پنځه ښکره لرونکي وزې لیدل کېږي چې هلته د دې ښکلو وزو د لیدلو لپاره ډیری وګړي راځي.

همدغه راز په ویډیو کې ښکاري چې د اختر قربانۍ لپاره ډیری غواګانې او ګڼ شمېر نور حیوانات لېدل کېږي، په نوموړي ځای کې ډیری کوچني نسلونه هم شتون لري.

دغه وزې چې پنځه ښکره لري د ښکلو او ښایسته ښکرو درلودلو ترڅنګ دغه وزې ښایسته رنګ هم لري چې د دغو وزو دغې طبیعي ښکلا د ډیری وګړو پام ځانته را جلب کړی دی.

. كاروان

دا هم ولولئ

سعودي عربستان د حج د ادا کولو پر مهال نوي مقررات اعلان کړل

سعودي عربستان یو هغه هېواد دی چې حج شریف او نور ستر دینې مرکزونه په …