کور پانه / ادب / روغتیا / سهار په نهاره د خامې هوګې خوړل او روغتيايي ګټې يې

سهار په نهاره د خامې هوګې خوړل او روغتيايي ګټې يې

پداسې حال کې چې هوګه زموږ د پخلنځي يو اړين جز دى خو خامه هوګه په ځانګړي توګه سهار په نهاره خوړل کولی شي د ډيرو ناروغيو څخه مخ نيوى وکړي.

هوګه د یو لړ ناروغیو او شرایطو درملنې لپاره یو له خورا پیاوړو خواړو څخه شمیرل کیږي. د هیلینګ فوډز کتاب په وینا هوګه په نړیواله کچه د ډيرو روغتیايي ګټو لپاره پیژندل شوی.

هوګه د معدې او هضم سیسټمونو سره مرسته کوي د معافیت سیسټم ته وده ورکوي، د وینې فشار کموي ، او د زړه ناروغۍ سره مبارزه کوي. هوکه حتی د زهرجنو موادو په له مینځه وړلو کې هم مرسته کوي.

لکه څنګه چې هوګه زموږ د پخلي يوه مهمه برخه پوره کوي خو د خامې هوګې موړل په ځانګړي توګه سهار په نهاره ډيرې روغتیا ګټې لري. د خامې هوګې خوړ ممکن د خولې بد بوى پيدا کړي، مګر د هوګې د روغتيايې ګټې به تاسو دې ته مجبور کړي چې هره ورځ یو پلى هوګه خوړل خپل سهارنى عادت وګرځوئ.

دلته یو څو دلیلونه موجود دي چې ولې تاسو باید په خالي معدې هوګه وخورئ.

د سهار خامه هوګه د خالي معدې په حالت کې ستاسو د وجود د اوبو لپاره خورا ګټور کیدی شي. دا په طبیعي ډول وینه نرۍ کوي کوم چې د لوړ فشار او کولیسټرول ثابت ساتلو کې مرسته کوي.

مطالعې دا هم په ګوته کړې چې په هوګه کې د سلفر مرکبات موندل شوي کوم چې د سرطان حجرې له مینځه وړي. هوګه یو پیاوړی انټي بیوټیک دی چې کولی شي د سږو مختلفې ناروغۍ درملنه وکړي او له خواړو څخه د مغذي موادو په جذب کې مرسته وکړي.

هوګه د طبیعي انټي بیوتیک ځانګتيا لري خامه هوګه یو له خورا مؤثره طبیعي انتي بیوتیکونو څخه دی. که چېرته هوګه خامه په خالي معدې مصرف شي بدن ته يو خاص ځواک ورکوي. هوګه په پراخه کچه انټي بیوټیک او انټي فنګل سلفر مرکبات لري په هوګه کې شته آلیسین، آلین، او ایزوون د انټي بیوټیک اجزا او د هغې بې ثباته غوړ د زکام او ټوخي درملنه کې مرسته کوي.

د خامې هوګې د خوړلو طريقه:

خامه هوګه د پخلي په پرتله د پام وړ غوره مغذي مواد لري له همدې امله خامه هوګه ډيرې روغتيايې ګټې هم لري.

کوښښ وکړئ چې دوه پليه تازه هوګه راواخلئ هوګه په چاړه وړه وړه کړي او بيا يې د يو ګلاس اوبو سره پرته له ژولو تېره کړئ. د هوګې خوړلو وروسته تر يو ساعت پورې نور څه مه خورئ دا کار د لسو ورځو لپاره وکړئ تاسو به پخپل ځان کې ډير زيات مثبت بدلون ووينئ.

 

. كاروان

دا هم ولولئ

د کشمش له دغو زرینو خواصو خبر شئ

کشمش چې له انګورو څخه جوړیږي، چې بدن ته د ډېرو مغذي موادو لرونکي دي، …