کور پانه / لوبې / انګلیستان د بین سټوکس او جوس بلټر په نشتون کې لوبډله اعلان کړه

انګلیستان د بین سټوکس او جوس بلټر په نشتون کې لوبډله اعلان کړه

د انګلیستان کریکټ بورډ تېره ورځ د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځینو سیالیو لپاره ۱۶ کسېزه لوبډله اعلان کړه، چې انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې د پاکستان پر وړاندې سیالیو کې پیاوړي الراونډر بين سټوکس او پیاوړي توپ وهوونکي جوس بټلر ته په لوبډله کې ځای نه دی ورکړی.

انګلیستان د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې هغه لوبډله اعلان کړه چې له دې وړاندې یې همدغه لوبډله د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې هم انتخاب کړې وه.

د یادولو وړ ده چې په انګلیستانۍ لوبډله کې د بین سټوکس نشتون د هغه ټپ ښودل شوی دی سټوکس څه موده مخکې د آی پي ایل سیالیو پر مهال ټپې شوی وه چې له هغې وروسته نوموړي په ویټالیټې بلاسټ سیالیو کې د ډارم لوبډلې لپاره لوبه پیل کړه خو سره له دې بیا هم نوموړی په لوبډله کې نه دی غوره شوی همدغه راز جوس بلټر بیا د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ټپې شوی وه چې اوس یې ټپ هم ښه دی خو بیا هم په لوبډله کې له سټوکس سره یو ځای ځای نه دی ورکړل شوی.

د یادولو وړ ده چې د انګلیستان او پاکستان کریکټ لوبډلو ترمنځ به لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه د جولا په ۸ مه کاردف کې پیل شي، همدغه راز دوهمه یوه ورځنۍ لوبه به بیا د جولای په ۱۰ مه نېټه د انګلیستان په لارډز کریکټ لوبغالي کې ترسره شي او وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه به بیا د جولای په ۱۳ مه نېټه د انګلیستان په ایجبسټن کې ترسره شي.

د پاکستان پر وړاندې د انګلیستان ۱۶ کسېزه لوبډله په لاندې ډول ده:

ایون مورګن (لوبډلمشر) ، جوني بیریسټو ، جېسن رای ، جو روټ ، سام بلېنګز ، معین علي ، سام کیرن ، ډیویډ ویلي ، ټام کرن ، عادل راشد ، مارک ووډ ، لیام لیونسټون ، کرېس ووکس ، لیام ډاوسن ، جورج ګیټرین ، ټام بېنټن.

هېره دې نه وې چې دواړه لوبډلې به بیا له یو ورځینو سیالیو وروسته د درې شل اورېزو سیالیو لوب لړۍ پیل کړې.

. كاروان

دا هم ولولئ

افغانستان کې لوبغاړي له ولسمشره محترم بلل کېږي خو ځینو یې د هېواد پاسپورټ ایسته غورځولی- جعفر هاند

نه مې غوښتل چې د «افغانستان د کرکټ د ځینو لوبغاړو په اړه د ځینو …