کور پانه / ادب / روغتیا / د دولمه مرچ له دې روغتیایې ګټو خبر یاست؟

د دولمه مرچ له دې روغتیایې ګټو خبر یاست؟

دولمه مرچ د مرچکو یو ډول دی چې خورا ښه خوند لري او د شین مرچ په څېر ګړندی تریخوالی نه لري دا مرچک په خورا اسانه ډول چمتو کېږي.

دولمه مرچ په بازار کې په شین رنګ، سور رنګ، ژيړ رنګ او نارنجي رنګونو باندې موندل کېږي د دغه مرچک کارول خورا عام دي او دا مرچک په خپل ترکیب کې ډیری روغتیایې ګټې لري، چې دلته یې په ګټو غږېږو.

د دولمه مرچ حیرانوونکې ګټې:

روغتیا پوهان وايي چې د دولمه مرچ کارول مو د سرطان ناروغۍ ، معدې ستونزې ، سر درد او د پوټکي ناروغیو څخه ژغوري له دې سربېره دولمه مرچ کولی شي چې اضافه وزن مو هم له منځه یوسې.

د معلوماتو له مخې چې په دولمه مرچ کې کارټینوئډ لایکوپین ، پروسټاټ ، پانقراټيک شامل دي کوم چې د سرطان خطر کمولو کې مؤثر رول ادا کوي.

همدغه راز د دولمه مرچ یوه بله ګټه دا ده چې د زړه روغتیا ته وده ورکوي او له دې سربېره په دې مرچکو کې انټي اکسیډنټونه هم شامل دي چې د بدن وړیا رادیکالونو څخه ساتنه کوي ، دا وړیا رادیکالونه د انسان په بدن کې د وینې رګونو ته زیان رسوي.

د دغو مرچکو یوه بله ګټه دا ده چې ویټامین سي درلودونکی دی او په نورو غذایی توکو کې هم بډای دی چې د وینې د کمبود په برخه کې ګټور دی. روغتیا پوهان مشوره سپارښتنه کوي چې که تاسو د اوسپنې کمبود سره مخ یاست نو سره سره مرچک خورئ.

. كاروان

دا هم ولولئ

 پوهان: سپورټ مو سټرس او خپګان کموي

په اونۍ کې درې ځل  ورزش او فزیکي تمرین 16%  دخپګان مخه نیسي څومره ،چې …