کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / د کريکټ مينه والو لپاره ستر زېرى!

د کريکټ مينه والو لپاره ستر زېرى!


ملي سپورټ ټلويزيون د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د دريو يو ورځنيو لوبو د خپراوي حقوق ترلاسه کړل. ياد تلويزيون به د افغانستان او ايرلينډ تر منځ درې يو ورځينۍ لوبې په ژوندۍ بڼه خپرې او د کريکټ مينه والو د کريکټ تنده خړوبه کړي.

دغه لوبې د روانې جنورۍ پر ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه د عربي اماراتو په ابوظبي کې ترسره کيږي. تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې دغه لوبې د روانې جنوري میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل شوې وای خو د ځېنو ستونزو له کبله وځنډول شوي.

د دغه لوبو ځنډیدو یو لامل دا ښودل شوی چې لومړی پریګړه شوې وه چې دغه لوبې د افغانستان په کوربه توب عربي متحده اماراتو کې ترسره شي خو یاد هېواد افغان لوبغاړو ته ویزې ورنه کړې، کرکټ بورډ پرېکړه وکړه چې یادې لوبې په عمان کې ترسره کړي او لوبغاړو ته یې د عمان ویزې هم واخیستې.

خو د ایرلینډ لوبډلې چې په عربي متحده اماراتو کې یې خپل تمرینات پیل کړي و، عمان ته له تلو څخه انکار وکړ او یو ځل بیا امارتو افغان لوبغاړو ته د ویزو ورکولو پرېکړه وکړه له همدې کبله لوبو کې ځنډ واقع او کرکټ بورډ ډېر مالي تاوان هم وکړ.

ايرلينډ او افغانستان له پخوا څخه د کريکټ په ډګر کې سيالان پاتې شوي او دواړو لوبډلو يو ځاى د کريکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ.

. كاروان

دا هم ولولئ

نړیوال جام کې نن د اسټرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ پایلوبه ده

د ای سي سي کرکت شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې به نن …