د افغانستان کرکټ بورډ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په راروان مېلادي کال د جنورۍ په میاشت کې به ایرلینډ سره د درې یو ورځینیو نړیوالو لوبو کوربه توب وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د راتلونکي زیږدیز کال په جنوري میاشت کې به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله، له ایرلند سره د درېیو یوې ورځنیو لوبو کوربه وي.
دغه سیالۍ چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال سوپر لیګ سیالیو برخه ده، د جنوري په ۱۸، ۲۱مه او ۲۳مه نېټه به ترسره شي.
دغه سيالۍ به د اماراتو ابوظبۍ کې د شیخ زاید لوبغالي کې ترسره شي. د افغانستان کريکټ بورډ په وينا دغه لوبې د سوپر ليګ سيالۍ دي چې د ۲۰۲۳م کال نړيوال جام ته د غوراوي لپاره تر سره کېږي.
آیرلینډ وروستی ځل د دې کال په مارچ کې د افغانستان پر وړاندې په هندوستان کې لوبیدلی و چې پکې افغانانو د دریو لوبو د شل اوریزو لوبو لړۍ درې صفر ګټلې وه وګټلې.
په ۲۰۱۹م ميلادي کال کې ، افغانستان او آیرلینډ د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم په هندوستان کې تر سره کړه چې دوتړو لوبډلو دوه- دوه لوبې وګټلې او يوه لوبه د باران له امله بې پايلې اعلان شوه ایرلینډ بیا د ټیسټ لوبو لړۍ د اوو ویکټو په توپیر افغانستان ته وبايلله.