کور پانه / ادب / روغتیا / هغه ويټامینونه چې ستاسو جلد (پوټکی) پاک او صحتمند ساتي

هغه ويټامینونه چې ستاسو جلد (پوټکی) پاک او صحتمند ساتي

مونږ ټول پوهېږو چې ځینې ویټامین لرونکي خواړه زمونږ پر بدن مثبتې اغیزې درلودلی شي او ځینې غیر صحي خواړه بیا زمونږ روغتیا زیانمنوي.

مګر ویټامین ای (A) یو له هغو ویټامینونو څخه دی چې زمونږ د بدن پوټکی تازه او سالم ساتي د کارپوهانو پر وېنا چې ویټامین ای د پوټکي لپاره یو اړین ویټامین دی.

د ماهرینو پر وېنا که چیرې تاسې غواړئ چې ستاسو پوټکی د اوږد عمر لپاره سالم او صحي پاتې شي نو د امکان تر حده پورې له ویټامین ای څخه ګټه واخلئ.

هغه کوم خواړه دي چې په پراخه کچه ویټامین ای ترې ترلاسه کولی شو؟

لومړی راځئ چې په دې وپوهېږو چې ویټامین ای زمونږ د پوټکي لپاره کومې ګټې لري؟ د معلوماتو له مخې چې ویټامین ای زمونږ د بدن د پوټکي روغتیا ته وده ورکوي او په دې برخه کې کلیدي رول ادا کوي.

دغه ډول ویټامین ای په پوټکي کې د نوو حجرو په رامینځته کولو کې مرسته کوي چې دا حجرې په منظمه توګه زمونږ د بدن پوټکي ته وده ورکوي.

کله چې د ویټامین ای په اړن غږېږو نو مونږ ته پوښتنه پیدا کېږي چې په کومو خواړو کې دا ویټامین موندلی شو؟ موږ دا ویټامین په اسانۍ سره له مختلفو سبزیجاتو او میوو څخه ترلاسه کولی شو. راځئ چې معلومه کړو چې کوم سبزيجات او میوې مونږ ته په پراخه کچه ویټامین ای راکوي.

رومي: سور رومي د ویټامین ای یوه بډایه سرچینه ده.

پالک: شنه پالک یو هغه ډول سبزیجات دي چې په اوسپنه او ویټامین ای کې بډای دي.

د هګۍ ژیړ: ډیری خلک د هګۍ ژیړ نه خوښوي، مګر دوی حتی تصور هم نشي کولی چې دا ژیړ د دوی د روغتیا لپاره څومره ګټور دي. د هګۍ ژیړ د ویټامین A سره بډایه دي.

کدو: کدو یو غوره سبزیجات دي مګر خلک د هغې له ګټو څخه خبر ندي د تغذیې ملي انسټیټیوټ په وېنا ، چې 100 ګرامه کدوان 2100 مایکروګرام ویټامین A لري.

دغه راز ډیری د ژمي میوې او سبزیجات خم د ویټامین A څخه بډای دي ، لکه گازرې، لوبیا او داسې نور.

. كاروان

دا هم ولولئ

 پوهان: سپورټ مو سټرس او خپګان کموي

په اونۍ کې درې ځل  ورزش او فزیکي تمرین 16%  دخپګان مخه نیسي څومره ،چې …