کور پانه / ادب / روغتیا / د کولیسټرول هغه نښې نښانې چې پښو ته زیان رسوي

د کولیسټرول هغه نښې نښانې چې پښو ته زیان رسوي

کولیسټرول چې ډیری وګړي یې د زړه د ناروغۍ د دښمن په توګه پېژني او تر ډېره دا ناروغۍ د زړه د حملې لامل کېږي؛ خو مګر له دې سربېره کولیسټرول زمونږ د بدن په نورو غړو هم اغېز کولی شي، چې دلته یې په تړاو غږېږو.

کولیسټرول او ډولونه یې:

کولیسټرول په دوو ډولونو باندې پېژندل شوی دی چې یو ډول یې LDL او بل ډول یې HDL دی. د معلوماتو له مخې چې د کولیسټرول په ډولونو کې LDL یې تر ټولو خطرناک دی.

که چیرې د انسان په بدن کې د LDL کولیسټرول کچه لوړه شي، نو امکان شته دی چې دا د زړه د ناروغۍ لامل وګرځي کارپوهان وایي، چې دا کولیسټرول د انسان په بدن کې د زړه د رګونو د بندېدو لامل کېږي چې له کبله یې د انسان د وینې جریان هم په ټپه درېږي.

کولیسټرول د کومو نورو ناروغیو باعث ګرځي؟

په امریکا کې د ترسره شوو څېړنو پر بنسټ چې په دغه هېواد کې شاو خوا ۱.۲ میلیونه وګړي د کولیسټرول له وجې د پښو په ستونزو اخته شوې دي، نو له همدې کبله کارپوهان ادعا کوي چې دا د پښو د ستونزو لامل هم کېدلی شي؛ چې دلته یې ځینې نښې نښانې درته څرګندوو.

هغه نښې نښانې چې د کولیسټرول له امله د پښو ستونزې را ولاړه وي:

د پښو پړسوب

څیړنې ښایې کله چې په بدن کې د کولیسټرول کچه لوړه شي نو د زړه شریانونه چې کله تنګ شي نو په لومړي پړاو کې بیا پښې پړسوب پیدا کوي له دې سربېره، پړسوب په شنو رګونو کې هم پیښیږي کله چې د لاس په واسطه فشار ورکړل شي نو کنده به ښکاره شي او کله چې پړسوب زیاتیږي نو پښې یې وچیږي او پوټکی یې حساس کیږي.

د پښو د کمزورتیا احساس

د کلسيم کمښت نه یوازې په پښو کې د لړزې لامل کیږي بلکې د پورتنۍ کولیسټرول له امله هم پښې د کمزوري کیدو احساس کوي، په لاره تګ ناشونی کیږي، ځینې ناروغان شته دی چې اند د کولیسټرول له امله دومره اغیزمن شوي دي، چې دوی ته په لاره تګ ناشوني دی.

. كاروان

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …