کور پانه / ادب / روغتیا / د چینايي مالګې منفي اغیزې

د چینايي مالګې منفي اغیزې

کاروان روغتيا- دا کومه پټه خبره نه ده چې چینايي مالګه په پراخه توګه کارول کېږي او په هر کور کې ترې استفاده کېږي. دا مالګه سپین رنګ لري او ډېری وخت له دغې مالګې څخه په غټو وریجو کې استفاده کېږي.

مګر له بده مرغه چې دا مالګه له پراخ استعمال سربېره ځینې وخت زمونږ پر روغتیا باندې ناوړه اغېز څرګندولی شي او ډیری وخت پر مونږ منفې اغېز کولی شي.

د یوې مطالعې په وېنا، په لوړه کچه د چینايي مالګې استعمال کولی شي د میټابولیک سنډروم پیل لامل شي چې زمونږ د بدن د وینې لوړ فشار ، هایپرګلیسیمیا ، چاقۍ او لوړ کولیسټرول په شمول په یو شمیر نښو ممکن څرګند شي.

یوې پاکستانۍ وېبپاڼې د یو کارپوه په حواله لیکلې دي چې د چینايي مالګې پراخ استعمال خورا بدې پایلې لرلی شي او حتی د مخدره توکو ، نیکوتین او الکول څخه ډیر ناوړه اغېز څرګندولی شي.

دغه راز طبي کارپوهان سپارښتنه کوي چې د دې مالګې استعمال په نورمال ډول سره هېڅ نوعه ستونزه نه شې رامېنځته کولی او بدن ورسره خوندي پاتې کېږي.

په ورته مهال یاده ورځپاڼه کاږي، چې چینا مالګه کولی شي په امیندواره میرمنو کې د بې رحمهۍ لامل شي او سربېره پر دې د لوړ فشار باعث هم کېدلی شي همدغه راز د چینا مالګې یوه بله منفې اغېزه د اومیندارو میرمنو لپاره دا ده چې د دغې مالګې زیات استعمال د مور په ګیډه کې د ماشوم معافیت سیسټم ګډوډۍ لامل هم کېدای شي.

د چینايي مالګې یوه بله منفې اغېزه دا ده چې دا په زړه باندې ناوړه اغېزه کولی شي او حتی د زړه ضبط ، د سینې دردونه ، او د زړه ټکان ډیروالی هڅوي.

همدرانګه ادعا کېږي چې د چینا مالګې زیات استعمال کولی شي چې د سالنډۍ لامل شي دغه راز د ددغې مالګې زیات استعمال د بې خوبۍ او غیر معمولي چاغوالي لامل هم کېدای شي.

. كاروان

دا هم ولولئ

 پوهان: سپورټ مو سټرس او خپګان کموي

په اونۍ کې درې ځل  ورزش او فزیکي تمرین 16%  دخپګان مخه نیسي څومره ،چې …