کور پانه / خبرونه / عراق کې يو آشپز د سوپ په دېګ کې تر لوېدو وروسته ساه ورکړه

عراق کې يو آشپز د سوپ په دېګ کې تر لوېدو وروسته ساه ورکړه

یو اشپز وروسته له هغه مړ شو چې هغه د واده مېلمنو لپاره د چرګ سوپ پخوو او په هماغه دیګ کې ولویده. د مینځني ختیځ کې د ځایي خبرونو د راپور له مخې ، ۲۵ کلن عیسی اسماعیل د هزیل تالار کې د واده لپاره د خوړو چمتو کولو یو له آشپزانو څخه و ، کوم چې د عراق شمال ختیځ کې د زاخیو ولسوالۍ د واده ترټولو لوی تالار ده.

د پخلی کولو پرمهال ، د نوموړي آشپز پښه وخويده او هغه د چرګانو د سوپ یو لوی دیګ کې ولوېد چې د دې واده لپاره چمتو کیده. معمولا د مینځني ختیځ ودونو کې داسې لوی لوی د سوپ دیګونه پخول کېږي، کوم چې عموما د ۲ سوو څخه تر ۶ سوو تنو ملمنو کوربه توب کوي.

اسماعیل چې په دغې پیښې کې یې د بدن ۷۰ سلنه برخه سوځیدلې وه پنځه ورځې وروسته په سیمه ییز دوحک روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د سعودي خبري رسنۍ عرب نیوز په وینا ، د هغه د کورنۍ غړو په ژوندۍ بڼه د تلویزیوني شبکې روډاو سره خبرو کې وویل چې اسماعیل د دریو ماشومانو پلار و چې دوه لورګانې او یو شپږ میاشتنی زوی ترې پاتې دی.

د نوموړي یو خپلوان زویر حسني د روډاو تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: “هغه له اتو کالو راهیسې د آشپز په توګه کار کوه، هغه د ودونو په مراسمو ، جنازو او نورو مختلفو مراسمو کې خواړه پخول. له تیرو دوه کلونو راهیسې هغه د ورځې ۲۵ زره دینار (شاوخوا ۱۷ امریکایي ډالرو) په بدل کې د محفلونو تالارونو کې کار کاوه.”

. كاروان

دا هم ولولئ

وهاب ریاض: PCB دې ملي لوبډلې کې ماته د اړتیا لرلو یا نه لرلو پریکړه وکړي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی وهاب ریاض وایي، د یاد هېواد کرکټ بورډ غوراوي …