کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / راشد خان هم د افغان لوبډلې لوبډلمشري تائید کړه

راشد خان هم د افغان لوبډلې لوبډلمشري تائید کړه

نن د جولای په شپږمه نېټه افغان کریکټ بورډ د یوې پریکړې په ترڅ کې د ملي لوبډلې پیاوړی سوکه توپ اچوونکی راشد خان د لوبډلمشر په توګه ونوموه.

په ورته مهال د ملي لوبډلې نوي لوبډلمشر راشد خان هم ړ افغان لوبډلې په توګه د لوبډلمشر ټاکل تائید کړې دي او له افغان کریکټ بورډ څخه یې مننه کړې ده، چې په ده یې دا ستر باور وکړ او ده ته یې دا ستر مسؤلیت وسپاره.

نوموړي په خپلې رسمي فېسبوکپاڼه باندې لیکلې دي: ((زه په دې باور یم چې د یوې لوبډلې کپتان او مشر چې څومره ښه وي، لوبډله یې هم هماغومره ښه وي.‌ افغانستان او د افغانستان ویاړلي بیرغ ماته د راشد خان نوم رابخښلی دی. د شلو اوریزو لوبو لپاره د کپتان په توګه زما نوی مسئولیت دا دی چې د خپل هېواد او خپلې لوبډلې لپاره په یو بل ظرفیت کې خدمت وکړم. د افغانستان د کرکټ بورډ څخه مننه چې پر ما یې باور وکړ او دا مسئولیت یې راوسپاره. ان شاءالله په ګډه به دا مسئولیت ترسره کوو او د افغانستان د کرکټ د ښه والي‌ لپاره به مخ په وړاندې ځو. ستاسو د ټولو د ملاتړ او پیرزوینو څخه مننه.
زنده باد افغانستان.))

د یادونې وړ ده چې راشد خان به په شل اورېزه نړیوال جام کې د ملي لوبډلې لوبډلمشري هم پر غاړه ولري، په پام مې ده چې د شل اوریزه لوبو نړیوال جام به د روان کال په اکټوبر میاشت کې په عربي متحده اماراتو او عمان کې ترسره شي.

. كاروان

دا هم ولولئ

افغانستان کې لوبغاړي له ولسمشره محترم بلل کېږي خو ځینو یې د هېواد پاسپورټ ایسته غورځولی- جعفر هاند

نه مې غوښتل چې د «افغانستان د کرکټ د ځینو لوبغاړو په اړه د ځینو …