د وینې فشار څنګه ناروغې ده؛ او څه ډول یې مخنیوی باید وکړو؟
د وینې فشار یوه خاموشه وژونکي ناروغې ده، که چیرې په خپل وخت د دغې ناروغۍ درملنه او تشخیص ونه شي نو دا به د بیلابېلو روغتیایې ستونزو لامل وګرځې د وینې فشار ناروغې د معاصر وخت یو ډول ناروغې بلل کېږي، چې ممکن په اړه یې ډیری وګړي معلومات ونه لري.
څیړونکي وایي، دا ناروغې هغه وخت د انسان په بدن کې رامینځته کېږي چې کله د انسان په بدن کې د کولیسټرول کچه لوړه شي او انسان په خپل غذایي رژیم کې د میوو خوړل کم کړې.
د معلوماتو پر بنسټ د دغې ناروغۍ خطر د ليمويي ميوو ، ليمو ، بادامو ، اناردانا ، کینو ، مالټو ، انګورو, کيله او د شاتو په خوړلو سره کمولی شو. د دې ترڅنګ د دغې ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره باید خپل مهالوېش کې ورځنې تمرین (ورزش) ته هم لومړیتوب ورکړو.
د روغتیایې کارپوهانو پر وېنا، چې د وینې فشار یو عصري ناروغي ګرځېدلی ځکه چې په اوسني عصر کې ورزش ته تر ډېره لومړیتوب نه ورکول کېږي او همدا لامل دی چې انسانان په ډول ـ ډول ناروغۍاخته کېږي.
د دې ترڅنګ که تاسې غواړئ چې له دغې ناروغۍ څخه په امن کې پاتې شئ، نو د ورځې په لړ کې رومي، پیاز او نور خوراکي توکې وخورئ.